ولسمشر غني : امنيتي وزارتونه او امنيتي څوکۍ نه وېشم

د انځور حقوق EPA

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي دي چې امنيتي وزارتونه به نه وېشل کېږي.

هغه پرون د کورنيو چارو وزارت په انگړ کې د وزارت له چارواکو سره په خبرو کې دا خبره وکړه او ټينگار يې وکړ چې يوازې وړتيا، مسلکي توب او ژمنتيا به د امنيه قوماندانانو، جنرالانو او نورو مهمو امنيتي چارواکو د غوره کېدو معيار وي: "زه به ډاډ درکړم چې وېش نشته،هېڅ امنيتي وزارت وېش ته نه ځي. مطلق ډاډ ولري ، هرڅوک چې امنيه قوماندان کېږي، هرڅوک چې بريدجنرال او پاس ځي شخصا به زه پخپله ورسره مرکه وکړم"

ښاغلي غني وويل امنيت يې د سرسر لومړيتوب دى او ملي امنيت شورا ته يې دنده وسپارله چې د کابل ښار امنيت د ښه کېدو په موخه په راتلونکو دوو اونيوکې د کابل گارنيزيون د جوړولو پلان وړاندې کړي.

هغه داهم وويل چې د کابل پوليسو له وړتيا څخه سمه گټه اخيستنه کولاى شي چې له امنيت سره مرسته وکړي: " دکورنيو چارو په وزارت کې يوه لويه ناانډولې ده. يوپلو ته داسې ظرفيتونه دي چې سيمه کې سارى نه لري. د دغو ظرفيتونو ليست جوړ کړي ،دغه ظرفيتونه ماته ليست کړي او د ستراتيژۍ لومړۍ خبره داده چې دغه ظرفيتونه له لاسه ورنکړو "

افغان ولسمشر پرداسې مهال دا خبره کړې ده چې وروستيو کې په بيساري توگه کابل ښار کې د حکومت مخالفه وسله والو بريدونه ډېر شوي دي او يوشمېر خلک د دغو بريدونو په مخنيوي کې د پاتې راتلو د پړې گوته امنيتي ځواکونو ته نيسي.

يوازې پرون کابل ښار کې د پوځ پر يوه بس ځانمرگي بريد ٧ افسران ووژل ،کابل ښار کې د سترې محکمې د دارلانشا مشر او هلمند کې دولس ماين پاکان ووژل شول.

ورته مطالب