م. م: افغان سولې ته له ټولو غاړو سره د خبرو هوډ لرو

د انځور حقوق unama

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم ویلي، په دې هېواد کې یې د سولې او ټیکاو راتلو په برخه کې له ټولو غاړو سره خبرې شاملې دي.

نوموړي دا څرګندونې له بي بي سي سره کړې چې وايي: "موږ له ټولو خواوو سره پر داسې خبرو بوخت یو، چې په مټ د سولې له بهیر سره همکاري وکړای شو، خو ټینګار مې دا دی چې اوږدمهاله حل باید پخپله د افغانانو ترمنځ وي، هېڅوک له ملګرو ملتونو سره د سولې راتلو چاره نه شي عملي کولی."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ غوښتنه کړې وه.

هیسم وايي، د افغان سولې راتلو لپاره د ګاونډیو هېوادونو، په تېره بیا د چین همکاري، ډېره مهمه ده:

"د چین له خوا څرګنده اشاره ده، چې غواړي د اقتصادي رول سربېره، د افغانستان په سوله کې لوی رول ولري."

اټکل دی، چې د روان دسمبر میاشتې تر پایه د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) او امریکايي سرتېري له افغانستان نه ووځي.

څو ورځې وړاندې، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو، چين د افغانستان سولې په بهير کې مهم رول لوبولى شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو، چين د افغانستان سولې په بهير کې مهم رول لوبولى شي.

نوموړي برلين کې د جرمني له صدراعظمې انګيلا میرکل سره د يوه ګډ کنفرانس پرمهال خبريالانو ته ویلي وو، د چين ونډه په دې مهمه ده چې له پاکستان سره ښه اړيکې لري:

"چین پر نړیوال دریځ خپل مهم رول په ډېرمسؤولیت سره ترسره کوي. چین له پاکستان سره هم ټینګ اړیکې لري. له همدې کبله د افغانستان د سولې په بهير کې هم د چین رول ډېر مهم دی. موږ په دې بهير کې د چین د شاملېدو هرکلی کوو. لا یې لومړي پړاوونه دي، خو موږ پر یوه تګلاره کار کوو چې څرنګه مخکې ولاړ شو. باید ووایم چې دا بهير به د افغانانو په لاس کې وي او همدوی به یې مشري کوي."

د رويټرز خبري آژانس لاس ته ورغلي په يوه سند کې ويل شوي دي چې چين د "سولې او پخلاينې" د يوې ناستې وړانديز کړى چې د افغان چارواکو په وينا د افغانستان ،پاکستان او چين استازي او د طالبانو مشرتابه به په کې برخه اخلي.

ورته مطالب