د کونړ په دانگام کې سخته جگړه روانه ده

د ختیځ ولایت کونړ د دانګام ولسوالۍ په څو کلیو له تېرې ورځې راهیسې د طالبانو سخت بریدونه روان دي.

د چارواکو په وينا د سره کمر، کچلي او شینکي پر کلیو سلګونه وسلوالو برید کړی او ګڼ کورونه په درنو وسلو ویشتل شوي. خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی مالومه شوې.

د کونړ د پولیسو مشر وايي، څلور سیمه وال ټپیان شوي او له وسلوالو شپږ کسه وژل شوي او شپاړس ټپیان دي.

لکه څنگه چې نعمت الله کرياب په خپل دې رپوټ کې کاږي سیمه يیز خلک له وسلوالو سره په سخته جګړه لګیا دي، او وايي که مرسته ور ونه رسي ټول به ووژل شي.

افغان پوځ او امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ شاوخوا ته ور رسېدلي خو د جګړې ځای ته د ورتګ مخه ېې ډب ده.

د تېرې شپې له نیمايي وروسته بیا جګړې زور اخيستی، طالبانو ځینې واړه کلي نیولي، ځایي خلک وايي طالبان ښځو او ماشومانو ته د وتلو اجازه هم نه ورکوي.

د کارکوړ په سیمه کې چې د جګړې له لومړۍ کرښې يو څه لرې ده، ورغلي افغان پوځیان په سخته جګړه کې ښکېل شوي.

چارواکي وايي، دوه زره کورني او بهرني اورپکي له خلکو سره په جګړه لګیا دي.

له خلکو سره مهمات په خلاصېدو دي. ځايي خلک وايي هېڅ کور له بریده خوندی نه دی پاتې.

پر دغو کلیو د حکومت د پلوۍ له امله بریدونه پیل شوي او طالبانو د دغه ځای ډېر قومي مشران په تېر کې وژلي.

ورته مطالب