کونړ: سلګونو وسله والو جګړه کې کورونو ته اور اچولی

Image caption د ډېورنډ کرښې د دواړو خواوو ځینې قومي مشرانو په دا وروستیو کې د سولې د راتلو په تړاو خبرې پیل کړې وې

د ختیځ ولایت کونړ د دانګام ولسوالۍ په څو کلیو باندې د وسله والو طالبانو له خوا پیل شوی سخت برید دریمې ورځې ته وغځېد.

د چارواکو په وينا، د سره کمر، کچلي او شینکي پر کلیو له زرو ډیرو وسله والو برید کړی او ګڼ کورونه یې سوځولي.

تر دې دمه په دغه برید کې د ۶ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو او له لسو د ډېرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

لوي شمېر وسلوالو د ځايي خلکو د جګړې لومړنۍ کرښې ماتې کړې او د ولسوالۍ پر لور روان دي.

په جګړه کې د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې کره شمېر ځکه نه دی مالوم چې جګړه په خورو ورو درو او کلیو کې روانه ده هلته د ایسارو ښځو او کوچنیانو برخلیک نه دی مالوم.

دغه جګړه د وسله والو له خوا د تېرې یکشنبې په ورځ (دسمبر ۱۴) پیل شوې وه.

افغان پوځیان د ولسوالۍ تر ودانۍ رسېدلي، خو په دریمه ورځ يې هم ځان خلکو ته ونه شو رسولی.

له طالبانو سره په جګړه لګیا ځايي خلک وسلې او مهمات غواړي، خو غږ يې وا نه ورېدل شو.

لومړۍ کرښه

وسلوال طالبان نن سهار وتوانېدل چې د خلکو لومړنۍ کرښې ماتې کړې او ګڼه وسله يې تر ګوتو کړه.

له دې مخکې د کونړ ځايي چارواکو ویلي و، چې دانګام ولسوالۍ ته یې نوي ځواکونه استولي چې وايي، د وسله والو طالبانو له خوا راغلی چپاو په شا وتمبوي.

Image caption دغه جګړه د وسله والو له خوا د تېرې یکشنبې په ورځ (دسمبر ۱۴) پیل شوې وه

د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله له دې مخکې بي بي سي ته ویلي و، چې، که دانګام د طالبانو ګوتو ته ورشي، نو د افغانستان ختیځې سیمې د ماتې له ګواښ سره مامخیدی شي خو د نوموړي په خبره سیمې ته د کلابندۍ د ماتولو لپار نور ځواکونه هم د لېږلو په حال کې دي.

جلاله وايي:"طالبانو مخکې له مخکې مورچې نیولې وې دغه سرحدي سیمه ده او ټول غرونه دي، موږ هڅه کوو چې کلي او ولسي خلک دطالبانو له کلابندۍ وژغورو".

د نوموړي په وینا په دغه پېښه کې د ملي اردو ۵ سرتېري او د ملي پولیس دچټک غبرګون قطعې یو سرتېری وژل شوی دی.

د چارواکو په وینا دغه برید له زرو ډېرو وسله والو طالبانو پیل کړی و، چې په وینا یې د باجوړ هغه وسله وال چې د طالبانو ملاتړي دي هم پکې وو.

چارواکي وايي، هڅه کوي چې د دانګام ولسوالۍ د حکومت له لاسه ونه وځي.

د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې یو شمېر ولسي وګړي د افغان حکومت په ملاتړ درېدلي.

شجاع الملک جلاله وايي:"موږ د هغو خلکو ملاتړ په ځان لازم ګڼو چې د دولت په ملاتړ را پاڅېدلي، ځکه په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي".

Image caption د کونړ له مرکز نه لسګونه امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي چې کلابندي ماته کړي

د چارواکو په وینا، د کونړ له مرکز نه لسګونه امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي چې کلابندي ماته کړي.

چارواکي په دې باور دي چې طالبان ډېری وخت دغه ډول بریدونه د ځانګړې موخې او لنډ مهال لپاره کوي او بېرته ځي.

دا برید په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د ډېورنډ کرښې د دواړو خواوو ځینې قومي مشرانو په دا وروستیو کې د سولې د راتلو په تړاو خبرې پیل کړې وې.

بل خوا دننګرهار امنیتي چارواکي وایي، نن سهار یې د وسله والو ‌طالبانو په یو ځوابي برید کې لږ تر لږه پنځه وسله وال ددغه ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې وژلي چې د دوی په وینا یو یې پاکستانی دی.

دوی د یو پولیس د ټپي کېدو خبره هم کوي.

دارنګه چارواکي وايي، درې سیمه ییز وګړي چې وسله والو طالبانو ته یې وسلې او مهمات لیږدول د راکټ دیوې مرمۍ چاودو له امله ټپیان شوي دي، چې د چارواکو په وینا یوه په کې نجلۍ ده، چې په روغتون کې بستر ده.