کابل کې ځانمرګي برید یو پولیس وژلی درې ټپیان دي

د انځور حقوق EPA
Image caption په وروستیو کې د کابل امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی دی.

د افغانستان پلازمېنې کابل په ختیځ 'تنګي تره خېل' سیمه کې ځانمرګي برید یو کس وژلی درې نور يې ټپیان کړي دي.

برید د پنجشنبې پر ګهیځ شاوخوا اته بجې شوی دی.

د کابل امنیه قومنداني وايي، په برید کې یو وژلی شوی او درې ټپیان پولیس دي.

د پولیسو په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، برید کوونکي هوډ درلود چاودېدونکي توکي د کابل ښار په یوه ګڼه ګوڼه کې وچووي.

د پولیسو په وینا، پولیسو برید کوونکی په یوه موټر کې سپور و، چې پولیسو تر پېژندلو وروسته تعقیباوه، خو هدف ته له رسېدا مخکې یې برید وکړ.

د تېرې دوشنبې په ورځ (لیندۍ ۲۴) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، د کابل په شمال لوېدیځ کې یې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر کشف کړی او د یوه خونړي برید مخه یې نیولې ده.

په وروستیو کې د کابل امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی دی.

تر ټولو تازه پېښه د تېرې شنبې په ورځ وه، چې یوه ځانمرګي برید کوونکي په موټربم چاودنه کې د ملي اردو شپږ سرتېري ووژل او لس نور یې ټپیان کړل.

د افغانستان د ملي امنیت سرپرست رحمت الله نبیل تېره ورځ په ولسي جرګه کې د کابل د ناامنیو لامل د ښار په شاوخوا کې د ۱۰۷ ترهګریزو مرکزونو فعالیت وباله.

نوموړي دا هم وویل، چې په کابل کې ۱۰۳ ناقانونه وسله والې ډلې موجودې دي.

هغه وویل، کابل ته د ننوتلو ۲۶ درواې ډي، چې یوازې په څلورو کې یې امنیتي ځواکونه مېشت دي او ۲۲ نورې یې پرانیستې دي.

بغلان کې دوې چاودنې

پر همدې مهال، د پنجشنبې پر ګهیځ د شمالي بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله نه لري.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت بي بي سي ته وویل، لومړۍ چاودنه په ځايي وخت نهه نیمې بجې په باغ قهوه خانه سیمه کې وشوه، او دویمه یې هم لږ وروسته همدې ځای ته نژدې وشوه.

د هغه پّ وینا، په دواړو پېښو کې مرګ ژوبله نه وه.

ورته مطالب