طالبانو جوزجان کې ۷ سیمه ییز پولیس وژلي

Image caption قوش تپه ولسوالۍ د جوزجان له مرکز نه نژدې ۴۵ کیلومتره لیرې ده، چې نسبتاً ناامنه سیمه ګڼل کېږي.

د افغانستان شمالي جوزجان ولایت امنیتي سرچینې وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د قوش تپې ولسوالۍ پر یوې پوستې برید کړی، چې له کبله یې لږترلږه لږترلږه اوه کسان یې وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د جوزجان د پولیسو ویاند فرید عزیز وویل، لسګونو وسله والو طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر دوو پوستو بریدونه کړي دي، او پوستو ته یې اور اچولی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې ددغه برید پړه منلې ده، چې جنګیالیو یې تېره شپه د جوزجان قوش تپه ولسوالۍ په جرقدوق سیمه کې پر دوو پوستو برید کړی، چې په وینا پوستې د طالبانو لاسونو ته لوېدلې دي، اته سیمه ییز پولیس یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

دغې ډلې منلې ده، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو جنګیالی هم وژل شوی.

قوش تپه ولسوالۍ د جوزجان له مرکز نه نژدې ۴۵ کیلومتره لیرې ده، چې نسبتاً ناامنه سیمه ګڼل کېږي.

په وروستیو میاشتو کې وسله والو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بریدونه ډېر کړي دي.

ورته مطالب