جنرال رازق: له پولې هاخوا اورپکي په نښه کړئ

جنرال رازق د انځور حقوق
Image caption عبدالرازق د کندهار ولایت ځوان امنيه قوماندان او د وسلوالو مخالفینو مخالف ګڼل کېږي.

د کندهار د پوليسو مشر وايي تر قوماندې لاندې ځواکونو ته يې امر کړی چې د حکومت مخالف وسلوال آن له پولې پورې غاړه هم په نښه کړي. جنرال عبدالرازق د وسلوالو طالبانو تر ټولو سخت مخالف بلل کېږي.

له شورابک ولسوالۍ نه مرکز ته له بېرته ستنېدو وروسته ده وويل، د اورپکو يو شمېر هغه پناه ځايونه چې له پولې پورې غاړه د پاکستان د سرحدي پوليسو پوستو ته څېرمه پراته وو، له منځه وړي دي.

تر دې وړاندې ښاغلي رازق له خپلو سرتېرو غوښتي وو، چې طالبان د نيولو پر ځای د جګړې په ډګر کې ووژني.

کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ پخپل راپور کې لیکي، عبدالرازق د کندهار ولایت ځوان امنيه قوماندان او د وسلوالو مخالفینو مخالف ګڼل کېږي.

نوموړي د ناامنې شورابک ولسوالۍ له هغو عملياتو چې د وسلوالو مخالفینو پر ضد یې ترسره کړل په پای کې چې کله راستون شو، خپلو ځواکونو ته امر کړی چې له پولې هاغاړې پر پاکستاني وسلوالو باندې باید بریدونه وکړي.

ښاغلی رازق ادعا کوي هغه وسلوال مخالفین چې د پاکستان سرحدي پولیسو ته نژدې دېره دي، له هغه ځایه پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

نوموړي له کورنيو چارو وزارته وغوښتل چې له دپلوماتیکو لارو په مرستې دې د پاکستان له اړوندو چارواکو سره اړيکه ونيسي، چې دغه هېواد د داسې کړنو مخه ونيسي.

د کندهار امنیه قومندان چې څو ځلي د د وسلوالو مخالفینو له بریدونو روغ رمټ وتلی، څو موده وړاندې خپلو ځواکونو ته امر کړی و چې طالبان وړاندې تر دې چې ونیسي، باید له منځه یوسي.

شورابک د کندهار ولایت په سویل ختیځ کې نژدې ۲۰۰ کیلومتره لیرې پرته نسبتاً ناامنه ولسوالي ده.

ورته مطالب