ځانمرګي برید کې ټپي شوی فیلم اخیستونکی زبیر حاتمي ومړ

Image caption د ښاغلي حاتمي مړی نن په کابل کې د ځینو ادب پالو او افغان خبریالانو له خوا د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.

هغه افغان فیلم اخیستونکی ومړ، چې د فرانسې کلتوري مرکز کې یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی و.

۲۳ کلن زبیر حاتمي ټیک لس ورځې په روغتون کې بستر شوی و، چې د کابل په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه.

حاتمي د (میترا) په نامه د یوه خصوصي تلوېزیون عکاس و، چې څو ورځې مخکې د فرانسې کلتوري مرکز کې د ځانمرګي برید د یوې سینمايي ټوټې د پوښښ لپاره دغه مرکز ته تللی و.

د ښاغلي حاتمي مړی نن په کابل کې د ځینو ادب پالو او افغان خبریالانو له خوا د هغه کورنۍ ته وسپارل شو.

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ بنسټ "نی" په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، احمد زبیر په خیټه سخت ټپي شوی و، چې تر لس ورځې رنځ وروسته یې تېره شپه ساه ورکړه.

دغه بنسټ له افغان حکومت نه غوښتي، چې د فرانسې پر کلتوري مرکز د برید اصلي طراحان د قانون منګولو ته وسپاري.

کله چې زبیر پر فیلم اخیستو بوخت و، یوه زلمي ځانمرګي برید کوونکي پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي د ننداره چیانو په منځ کې وچوول.

په دغه برید کې د زبیر په ګډون نژدې ۲۰ کسان ټپیان شول، او یو کس ووژل شو.

وسله والو طالبانو ددغه برید پړه ومنله.

د نی شمېرې ښيي چې ختمېدونکی ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې تر تېرو هغو د خبریالانو لپاره ډېر خونړی و. په دغه کال کې اته خبریالان وژل شوي.

ورته مطالب