د کونړ دوو بېلو پېښو کې ۱۰ کسان وژل شوي

د انځور حقوق b
Image caption د افغانستان ختیځ کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملکیانو پر موټر چاودنه شوې

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملکیانو پر موټر چاودنې ۷ کسه وژلي او ۳ نور يې ټپیان کړي.

د سپرلۍ موټر له اسد اباد نه ناړۍ ته روان وو، چې د شنبې په ماښام (دسمبر ۲۰) د ځنګر بوشې په سیمه کې ښخ شوی ماین پرې وچاودېد.

په وژل شوو کې دوه کوچنۍ نجونې او پاتې نور نارینه دي، د ناړۍ د پولیسو مشر وايي په موټر کې هېڅ دولتي مامور نه و.

سیمه ییز چارواکي وايي، تر چاودنې وروسته د پېښې ځای ته په ورتلونکو هم ډزې کېدې او نه پرېښودل کېدل چې ټپیان او مړي پورته کړي.

وژل شوي او ټپیانو کې ډیر د نورستان ولایت اوسېدونکي وو. د پېښې مسؤولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو چارواکي ېې د وسلوالو مخالفینو کار بولي.

دا لومړی ځل دی، چې په دغې سیمې کې پر ملکي موټر تر ټولو مرګونې چاودنه کېږي.

په وروستیو دوو اونیو کې په کونړ کې ناامنۍ او بریدونه ډیر شوي، او د دغه ولایت مرکز اسد اباد هم خوندي نه دی.

د جګړو څپه له دانګامه راپیل شوه، هلته له څه باندې یوې اونۍ راهیسې له وسلوالو طالبانو سره ځايي خلک او افغان امنیتي ځواکونه په سخته جګړه لګیا دي.

Image caption تر اوسه دانګام ته ورغلي افغان ځواکونه نه دي توانیدلي چې د وسلوالو طالبانو د جګړې لومړنۍ کرښې ماتې کړي

تر اوسه دانګام ته ورغلي افغان ځواکونه نه دي توانیدلي چې د وسلوالو طالبانو د جګړې لومړۍ کرښې ماتې کړي او هغه ځای ته ورسېږي چې ګڼ کورونه په کې د وسلوالو له لوري په دې وسوځل شول چې د دولت په ملاتړ د طالبانو پر وړاندې ودرېدل.

د دغو کلیو اوسېدونکي وايي، د کورنیو غړي يې همالته ایسار پاتې دي او ښايي ځینو ته يې زیان وراوښتی وي.

د دانګام ولسوال عنایت الله رحماني وايي، تیره ورځ د ځاي پاڅونوالو د یوه مشر د کورنۍ دوه کوچنیان او یوه ښځه د دواړو لورو ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې وژل شوي.

بل خوا وسلوال طالبان وايي، پر ښځو او ماشومانو کار نه لري او ژوند ېې خوندي دی.

دا لسمه ورځ ده چې د ولسوالۍ نه ورپورته ګڼو کلیو او درو ته ورغلې لار بنده ده او خلک د خوراکي توکو او دارو درملو د سخت کمښت سره مخامخ دي.

که جګړه نوره هم پسې اوږده شي، ډیرو بې وسو خلکو ته به د ژوند تیرول ګران شي.

د کونړ مشران له حکومت نه غواړي، چې که ېې د ایسارو خلکو د راخلاصولو وس نه کېږي ولس ته دې اجازه ورکړي چې لاس په کار شي.

د دانګام جګړې د کابل د واکمنو یو شمېر مشران کونړ ته راوستل او د خلکو د کلک غبرګون سره په دې مخامخ شول چې ولې په ۱۰ ورځو کې د ولسوالۍ د یوې وړې برخې په بیرته نیولو ونه توانیدل.

Image caption دا لسمه ورځ ده چې د ولسوالۍ نه ورپورته ګڼو کلیو او درو ته ورغلې لار بنده ده او خلک د خوراکي توکو او دارو درملو د سخت کمښت سره مخامخ دي

د تېرې شنبې په ورځ د حکومت د اجرایه ریس د لومړي مرستیال ژمنه دا وه، چې په څو ساعتونو کې به د جګړې په اوسني ډول کې بدلون راځي او هوايي ځواک به د پلو هغو مرستې ته ورسي.

انجنیر خان محمد ته د کونړ یوه قومي مشر حاجي عطاء الله وویل چې حکومت په ۳ میاشتو کې د څوکیو پر ویش بریالی نه شو، نو د ولس به څه غم وخوري.

ځمکني ورغلي ځواکونه د طالبانو د سختو بریدونو سره مخامخ دي او وړاندې تګ ته ېې نه پریږدي.

ورته مطالب