فاریاب کې د سړک غاړې ماین ۵ ماشومان وژلي

فاریاب
Image caption د افغانستان په شمال کې فاریاب ولایت په وروستیو کې نسبتاً نارامه شوی دی.

د افغانستان شمالي ولایت فاریاب کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۵ ماشومان وژلي. د فاریاب شیرین تګاب ولسوال لقمان ګهریک وايي، ۵ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۳ کلونو دي د سړک غاړې د ماین چاودنې له کبله وژل شوي.

نوموړي زیاته کړه چې پرون یکشنبې (۲۱‍ دسمبر) د جلایرو په کلي کې دغه پېښه شوې. د شیرین تګاب ولسوال ویلي، چې ماین د یوه پله لاندې ځای پر ځای شوی و چې له پله نه د ماشومانو د تېریدو پر مهاله وچاودېد، ۴ ماشومان په کې ځای پرځای ووژل شول.

ښاغلی ګهریک وايي، په دغه پېښه کې یو ماشوم ټپي شوی وو چې د سختو ټپونو له کبله یې به روغتون کې ساه ورکړه.

خوست

بل خوا د افغانستان په سوېلي خوست ولایت کې نامعلومو وسله والو د خوست ولایت د دار التادیب مسؤل نور بادشاه ګل وژلی دی.

د خوست امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد یعقوب بریمن تایید کړې چې یاد مسؤل تېر مازدیګر په خپله سیمه متون چغۍ کلي کې نامعلومو وسله والو ترور کړی او وژنکي یې په تېښته بریالي شوي دي.

تراوسه د دې وژنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دار التادیب هغه مرکز دی، چې په کې تر ۱۸ کلونو کم عمره مجرمین ساتل کېږي.

ورته مطالب