د بې وزلۍ تر ټولو ساده بڼه

Image caption بشري حقونه هغه څه دي چې د ټولو لپاره یو ډول دي، توکم، مذهب، عمر، کلتور، جنسیت په کې بې مانا دي.

وطن مې ډېر نه یادېږي. موږ واړه وو چې افغانستان مو پرېښود او اروپا ته راغلو. د وطن په باب مو تل په کور او دباندې یوه خبره اورېده چې موږ غریب خلک یو.

د بې وزلۍ ورکېدا د هر چا هیله ده. ځینې یې یو ډول او نور یې بیا په بله بڼه د بدلولو فکر کوي.

زموږ په کور کې د خپل وطني کلتور ژوندي ساتل د یو ډول بې وزلۍ مخنیوی و.

زه چې له ښوونځي پوهنتون ته ورسېدم، په دې فکر شوم چې د غربت د ختمولو لپاره تعلیم او پوهه مهمه ده.

په دریمه نړۍ کې د تعلیم په څېر بنسټیز حق هر انسان نه لري. دې خبرې فکر کولو ته اړ ایستلم. لوړې زده کړې مې بشري حقونو ته ځانګړې کړې.

زما په فکر تر هغو چې په خپلو بنسټیزو حقونو پوه نه شو، غوښتلی یې هم نه شو.

د خپلو زده کړو په ترڅ کې مې پام شو چې د بشري حقونو په باب زموږ ولس بل فکر لري.

بشري حقونه هغه څه دي چې د ټولو لپاره یو ډول دي، توکم، مذهب، عمر، کلتور، جنسیت په کې بې مانا دي.

زموږ خلک بشري حقونو ته هېڅ نه کوي خو تمې ترې ډېرې لري.

زه ځینې رسنۍ څارم. کله چې کومه پېښه وشي، زموږ خلک شکایت کوي چې بشري حقونه چېرته دي؟ ولې زموږ په حق کې انصاف نه کوي؟ او داسې ډېرې نورې پوښتنې او له ورته ستونزو شکایتونه کوي.

دوی فکر کوي چې بشري حقونه داسې څه دي چې د پېښې ځای ته به وسله په لاس ورځي، مجرمین به نیسي. د وګړو ژوند به ژغوري.

بشري حقونه کوم وسله وال غورځنګ نه، بلکې وسله والو او چارواکو ته خبر ورکول او د ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره غږ پورته کول دي.

بشري حقونه هغه وخت بریالي کېدای شي، کله چې عام وګړي ورسره یو لاس شي، کار ورته وکړي.

خپل حقونه پېژندل او له چارواکو یې په سوله ییزه بڼه غوښتل تر ټولو مهم ګام دی.

خپل حق غوښتل د بل د حق خوړلو په مانا نه دی. انسان شاید دغه توپير د تعلیم په مرسته وکړي.

هڅه کوم د بشري حقونو په تړاو پرله پسې لیکنې وکړم زما په ګومان د پوهې بې وزلي د خپلو حقونو په پوهېدا ورکولی شو.

ورته مطالب