کونړ کې د جګړو له کبله ۴۰۰ کورنۍ کډه شوې

Image caption له ۱۰۰ډیرې هغه کډه شوې کورنۍ دي، چې ټول شته ېې په جګړه کې بایللي او کورونه ېې سوځول شوي

د دانګام له ولسوالۍ نه تر اوسه پورې څه باندې ۴۰۰ کورنۍ د جګړو له امله کډه شوې.

بې ځایه شوې کورنۍ وايي، هغه ډول چې پکار وه مرستې نه دي ورسره شوې، د کونړ چار واکي وايي، حکومتي او نا حکومتي مرستې را روانې دي او په اړمنو خلکو به ډیر ژر وویشي.

کډوال خواره واره دي او په اسانه ورته د مرستو رسول شونې نه دي، هغوی له حکومته د مرستو تر څنګ د سر پنا د برابرولو غوښتنه لري.

نعمت الله کریاب له کونړه په خپل رپوټ کې لیکي: چارواکي وايي، تر اوسه له دانګام نه ۵۰ ۴ کورنۍ کډه شوې، په دې کې له ۱۰۰ډیرې هغه کورنۍ دي، چې ټول شته ېې بایللي او کورونه ېې سوځول شوي.

د کډه شویو خلکو له منځه یو هم حاجي محمد عالم دی، چې وايي، کور، شته او نور هر څه ېې بایللي، هغه له حکومت نه غواړي چې دلاس نیوي ترڅنګ دې ورته بیرته خپلو سیمو ته د ورتلو زمینه برابره کړي.

Image caption د دانګام له ولسوالۍ نه تر اوسه پورې څه باندې ۴۰۰ کورنۍ د جګړو له امله کډه شوي

د پنجشنبي په ورځ د کونړ ولایتي ادارې، هغه څه چې لرل ېې په کډه شوو خلکو وویشل. د کونړ سر پرست والي شجاع الملک جلاله وايي، یوه اندازه نورې مرستې چې ډیری برخه ېې د سوداګرو او د افغانستان د خلکو له خوا شوې کونړ ته را رسیدلې او ډیر ژر به ېې په اړمنو خلکو وویشي.

پر کډوالو د مرستو د سم ویش لپاره یوه ډله ټاکل شوې، چې په سم ډول مستحقو خلکو ته توکي ورسوي.

چارواکي وايي، د راکډه شوو خلکو سره به د اوښتي مالي او ځاني زیان په اندازه مرستې کېږي، هغوی چې هیڅ هم نه دي ورپاتې د ډیرې خوا خوږۍ وړ دي.

د یادو مرستو سر بیره یو شمېر خلکو د دانګام د ځپل شوو خلکو لپاره نغدې پیسې هم راټولې کړې او هغو کسانو ته ورکړل شوې چې یواځې د تن په جامو کې را وتلي خو دا دومره ډیرې نه دي.

Image caption چارواکي وايي، د راکډه شوو خلکو سره به د اوښتي مالي او ځان زیان په اندازه مرستې کېږي

په دانګام کې د نژدې ۳ اونیو جګړو له امله ګڼې کورنۍ بې ځایه شوې او زرګونه نور خلک لا هملته پاتې دي، که جګړه نوره هم پسې اوږده شي او لارې همداسې بندې وي ګڼ خلک به د لوږې له ګواښ سره مخامخ شي ځکه د دانګام ولسوالۍ یوې لویې برخې ته له دوو اونیو راهیسې لارې بندې دي. تر اوسه له دانګام نه راوتلو کډوالو ته یو پنډغالی نه دی جوړ شوی او ډیر خلک په کرایي کورونو کې اوسي چې د ځینو ېې د کرایې وس هم نه لري.

ورته مطالب