اشنا: ځوانانو ته د لوړو زده کړو او کار موندنې زمينه برابره و

Image caption د هغو لسګونه زره کسانو ترڅنګ چې له بهرنيانو سره يې کار کاوه، کابو اووه ميليونه افغانان وزګار دي

په افغانستان کې د اشنا په نوم د ځوانانو يوه ټولنه وايي، د نړۍ له ۴۰ سازمانونو او هېوادونو سره د افغان ځوانانو د وړتيا لوړولو په برخه کې همکاري لري. اشنا په پام کې لري، چې افغان ځوانانو ته په کور دننه او بهر د لوړو زده کړو، کار موندنې او د دوی وړتيا لوړولو زمينه برابره کړي.

دوی دغه هڅې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې لسګونه زره لوستي کسان وزګار دي.

عبدالله ستانکزی خپل رپوټ کې کاږي: د اشنا ځوانانو ټولنه چې وايي له ۴۰ سازمانونو او هېوادونو سره يې د افغان ځوانانو د وړتيا لوړولو په برخه کې همکاري لري، هڅه کوي چې په ملي او نړیواله کچه افغان ځوانان مطرح کړي.

ځوانانو ته په کور دننه او بهر د لوړو زده کړو زمينه برابرول، د کاري فرصتونو پيدا کول او هغوی ته د سکالر شېپونو او لنډمهالو کورسونو چمتو کول د دوی له کاري لومړيتوبونو څخه دي.

دغې ټولنې چې تېر کال په ازمايښتي ډول کار پيل کړی وايي، هڅه يې دا ده هغو افغان ځوانانو ته چې وړتيا لري او د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي، د زده کړو زمينه برابره کړي.

د اشنا ټولنې مشر محمد صابر احمدزی وايي، ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ ادارې آيسا ورسره ژمنه کړې چې په زرګونو شرکتونو به دا ومني چې افغان ځوانانو ته د عملي تجربې ترلاسه کولو ترڅنګ کار ورکړي.

دوی وايي، هڅه يې دا ده چې افغان ځوانان وهڅوي خپل غږ پورته کړي او د افغانستان په مهمو پرېکړو کې تصميم نيونکي واوسي.

دغه ټولنه چې دوی يې خپلواکه، نادولتي او غير انتفاعي بولي غړي یې رضاکاران دي او په هند، نايجريا، اندونيزيا، کاناډا او دوبۍ کې څانګې لري.

اشنا ټولنه پر داسې مهال په افغانستان کې ځوانانو ته د کار د نويو زمينو په برابرولو بوخته ده، چې بهرنيان له افغانستان نه وځي او د وزګارتيا ګراف مخ په پورته کېدو دی.

د شمېرو له مخې هر کال کابو ۲۰زره ځوانان له لوړو زده کړو فارغېږي، چې ډېر لږ يې دندې ترلاسه کوي.

همدا اوس د هغو لسګونه زره کسانو ترڅنګ چې له بهرنيانو سره يې کار کاوه، کابو اووه ميليونه افغانان وزګار دي.

ورته مطالب