ولسي جرګه: د کابینې په اړه له ولسمشر سره له نژدې خبرې کوو

Image caption د ولسي جرګې ننۍ عمومي غونډه ټوله د کابینې د اعلان په ځنډیدو څرخیده

د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې د کابینې د نه اعلانېدو په اعتراض کې به له ولسمشر محمد اشرف غني سره له نژدې خبرې کوي.

د دغې لیدنې کتنې نېټه تر دې دمه جووته شوې نه ده.

دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې ولسي جرګې د ملي یووالي حکومت ته د کابینې د اعلانیدو په موخه یوه اونۍ وخت ورکړی و. حکومت ته ورکړل شوې موده تېره ورځ پای ته ورسیده خو لا هم د کابینې د اعلانېدو څرک نه لګېږي.

د کابینې د اعلانېدو لپاره د ولسي جرګې له خوا ملي یووالي حکومت ته یوه اونۍ ورکړل شوی وخت پای ته ورسید.

د ولسي جرګې نننۍ (دسمبر ۲۷) عمومي غونډه ټوله د کابینې د اعلان په ځنډیدو څرخیده.

هغه ورکړل شوې موده سبا پای ته رسېږي، چې ولسمشر اشرف غني ویلي و، د دوو یا څلورو اونیو په ترڅ کې به د کابینې غړي ولسي جرګې ته وروپیژني.

د ولسي جرګې غړي وایي، د کابینې په معرفي کولو کې پیښ شوی ځنډ د هېواد وضعیت ترینګلی کړی او د ولس اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

د ولسي جرګي غړو په نننۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د کابینې د اعلان د ځنډیدو لپاره له ولسمشر اشرف غني سره له نژدې وګوري. سره له دې چې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي له ولسمشر سره د لېدو نېټه څرګنده نه کړه.

خو نوموړي وویل، له ولسمشر غني سره له لېدو وروسته به د دغې لیدنې کره معلومات د ولسي جرګې غونډې ته وړاندې کړي.

تر دې دمه ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې یوې سر چینې بي بي سي ته ویلي و، چې د کابینې د اعلانېدو پر سر یو شمېر مخالفتونه شته چې د کابینې د ځنډیدو لامل ګرځیدلي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، حکومت په بیړه کار کوي چې له ژمنې سره سم د کابینې غړي ولسي جرګې ته وروپیژني.

ورته مطالب