"له مالیې سرغړووړنکو شرکتونو به مالیه اخلو"

د انځور حقوق Getty

افغان حکومت وايي، له هغو افغان او بهرنيو شرکتونو يې د ماليې راټولول پيل کړي، چې په تېرو څو کلونو يې له ورکړې ډډه کوله.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي، ټاکل شوې له ۵۰ افغان شرکتونو د ټکس نژدې يو ميليارد افغانۍ ترلاسه شي.

دوی وايي، له افغان حکومت سره د شوي تړون له مخې د ناټو اکمالات له مالېې ورکولو معاف دي، خو بهرنيو شرکتونو له معافيت نه ناوړه ګټه پورته کړې او د ناټو له اړتيا اضافي توکي يې افغانستان ته وارد کړي دي.

چارواکي وايي، دغه بهرني شرکتونه اړ دي، چې د اضافي توکو ماليه ورکړي.

عبدالله ستانکزی په دې اړه رپوټ کې کاږي: د نوي حکومت له جوړېدو را وروسته افغان چارواکو له هغو افغان او بهرنيو شرکتونو د ماليې اخيستو ته مټې بډوهلې، چې په تېرو کلونو کې يې نه ورکولې.

لويه څارنوالي وايي، دا چې نوی افغان حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو پر وړاندې ټينګه اراده لري، دوی يې هڅولي چې په فساد کې د ښکېلو کورنيو او بهرنيو شرکتونو او اشخاصو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د ماليې په وزارت کې د لويې څارنوالۍ موظف څارنوال غلام محمد کريمي وايي، په دې لړ کې په پام کې ده چې له ۵۰ افغان شرکتونو نه کابو يو ميليارد افغانۍ ترلاسه شي.

غلام محمد کريمي وايي:"۵۰ توليدوونکي، سوداګريز او صنعتي شرکتونه دي، چې له ۱۳۸۴ کال راهيسې له ماليې ورکولو په تېښته دي. دوی خپل بیلانس وړاندې کړی، خو د ټکس پيسو ورکولو ته حاضر شوي نه دي. اوس پر دې موضوع جدي کار روان دی، د دغو پيسو اندازه له يو ميليارد افغانيو زياته ده."

د افغانستان د لويې څارنوالۍ چارواکي وايي، په دې لړ کې د هغو څلورو بهرنيو شرکتونو نومونه هم شته، چې ناټو ځواکونو ته يې اکمالات کول.

دوی وايي دا چې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو رسوونکي شرکتونه له ماليې ورکولو معاف دي، خو دغو شرکتونو د ناټو له اړتيا اضافي توکي افغانستان ته واردول.

چارواکي وايي، بهرنيو شرکتونو دغه اضافي توکي په ازاد بازار کې پلورل او له افغان حکومت سره له شوي تړون نه يې ناوړه ګټه پورته کړې ده.

دوی وايي، اوس له دغو بهرنيو شرکتونو د هغو توکو ټکس غواړي، چې د ناټو په نوم يې له ماليې ورکولو پرته افغانستان ته وارد کړي او په ازاد بازار کې يې پلورلي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د خپل ټاکنيز کمپاين او د لوړې کولو پر مهال له فساد سره د ټينګې مبارزې ژمنه کړې وه، خو کتونکي وايي، په دې لار کې برياليتوب به له لوړو او ژورو ډک وي.

ورته مطالب