۲۰۱۴ د افغان مېرمنو لپاره له زورزیاتي ډک کال

د انځور حقوق
Image caption په تیرو څوارلسو کلنو کې نړۍ او افغان حکومت د افغانستان د ښځو د وضیعت په بدلون او د دوې په ژوند کې د مثبتو بدلونونو لپاره یو لړ ګامونه پورته کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون ۲۰۱۴ د افغانو میرمنو لپاره له زورزياتي ډک کال بللی دی.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې د افغانستان له څلور دیرشو ولایتو نو د ښځو چارو ریاستونو مشرانې په دې پلمه چې په دې کال کې د ښځو پر وړاندې د زورزياتي پر لاملونو او په راتلونکې کې د میرمنو ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه پلازمینې کابل کې راټولې شوې وې.

زمزمه نیازۍ پخپل راپور کې کاږي، په تېرو څوارلسو کلنو کې نړۍ او افغان حکومت د افغانستان د ښځو د وضیعت په بدلون او د دوې په ژوند کې د مثبتو بدلونونو لپاره یو لړ ګامونه پورته کړي دي.

اوسمهال افغانو ښځو د ژوندانه په ډیرو برخو کې پرمختګ کړی، خو د دغو پرمختګونو سره سره د افغان میرمنو لپاره ننګونې هم خورا ډیرې دي.

د ننګرهار ولایت د ښځو چارو مشره انیسه عمراني وایي په ښارونو کې د ښځو ستونزې په ډیرو برخو کې هوارې شوې خو په لرو پرتو سیمو کې لاهم میرمنې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي:

۲۰۱۴ کال د میرمنو لپاره له زورزياتي ډک کال و. په دغه کال کې د کورني تاوتریخوالي او زورزیاتي د بیلابیلو لاملونو له امله د میرمنو وژلو تر څنګ ډلیز جنسي تیري هغه څه دي چې ورځ تر بلې یې کچه لوړیږي.

د بادغیس ولایت د ښځو چارو مشره زرغونه شیرزاد وایي، په دغه ولایت کې د ښځو ستونزې ډیرې دي او د دغو ستونزو له منځه وړلو لپاره د خلکو عامه پوهاوی ډیر شي:

د انځور حقوق
Image caption د ښځو د برخې فعالانې په کابل کې جرګه شوې چې پر ښځو د زورزياتي د مخنیوي لپاره پر نویو ګامونو کار وکړي.

''په ماشومتوب او جبري توګه د نجونو ودول هغه څه دې چې موږ یې اندېښمن کړي یو. که د بادغیس د خلکو د ښځینه او نارینه و د پوهې کچه په هره برخه کې لوړه شي د وخت په تیریدو به دغه ستونزې حل شي.''

د بېلابېلو ستونزو له امله لا هم په یو شمیر ولایتونو کې افغانې میرمنې په دولتي ادارو کې یا خو نشته او یا هم د ګوتو په شمیر دي.

پکتیکا او لغمان هغه ولایتونه دي چې له دریو ډیرې ښځینه دولتي کارکونکې نه لري.

اوس مهال په افغانستان کې له درې میليونو ډیرې نجونې په ښونځیو کې په زدکړو بوختې دي.

خو لا هم سلګونه نجونې د بیلابیلو ستونزو له امله په افغانستان کې ښونځیو ته نه ځي.

د ولسي جرګې ۲۵ سلنه ښځی جوړوي او د افغانستان په مخکنۍ کابینه کې هم درې ښځینه وزیرانو د ښځو استازیتوب کاوه.