اروزګان کې یوه ساتونکي خپل پنځه ملګری وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption برید کوونکي له سیمې پښې سپکې کړې، خو لټون یې روان دی

د افغانستان اروزګان ولایت دهراود ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان حاجي طالب ساتونکي خپل پنځه ملګري وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

برید کوونکي تر برید وروسته پښې سپکې کړې دي.

د اروزګان د ولایتي ادارې ویاند دوست محمد نایاب وایي، برید کوونکی د شهید حساس ولسوالۍ د سهراب سیمې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان حاجي طالب د کور ساتونکی و.

ښاغلي نایاب وایي، په برید کې پنځه تنه پولیس وژل شوي او درې تنه چې د حاجي طالب ورور، وراره او خوری پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي برید کوونکی د کندهار اوسېدونکی دی، چې له برید وروسته یې پښې سپکې کړې دي.

تردې دمه روښانه نه ده چې د دوی ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې او که د وسلوالو طالبانو نفوذي کس و.

خو وړاندې په اروزګان ولایت کې ورته پېښې د وسلوالو د نفوذي کسانو له خوا رامنځته شوې دي.

وسلوال طالبان بیا ادعا کوي چي ددوې درو تنو ملګرو د حاجي طالب په نوم د سیمه یییز پولیسو د قومندان پر مرکز برید کړی او پنځه تنه یې وژلي دي.

تېره ورځ د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، وسله والو طالبانو د افغانستان د روغتیایي او پرمختیایي خدمتونو د موسسې اړوند ۴ تنه روغتیایي کارکونکي تښتولي دي.

چارواکي وایي، چې د روغتیایي کارکونکو دغې ګرځنده ډلې غوښتل د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د عاشیر کلي اوسېدونکو ته روغتیایي اسانتیاوې چمتوي کړي، چې وايي د لارې په اوږدو کې د وسله والو له خوا نیول شوي او نا څرګند لور ته یې بیولي دي.

تېره ورځ د غزني په مقر ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د سیمه يیزو پولیسو ځايي قوماندان فضل الله له خپلو څلور ساتونکو سره یوځای وژل شوی او یو بل تن یی هم ټپي شوی دی.

د افغان پوځ بمبار

بل خوا، په سوېلي ولایت هلمند کې د افغان پوځ په یوه هوایي برید کي لږ ترلږه ۸ تنه وسلوال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي.

په دغه ولایت کي د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه په یوه خبرپاڼه کي ویل شوي چې دغه برید تېره ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې شوی.

په خبرپاڼه کي راغلي، په وژل شوو کې درې یې د وسلوالو طالبانو سیمه ییز قومندانان دي.

سنګین د هلمند یوه نارامه ولسوالي ده چې په تېرو څو میاشتو کې هلته د افغان ځواکونو او وسلوالو ترمنځ څو ځله نښتې رامنځته شوې دي.

تردې دمه وسلوالو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.