"افغان ځواکونه به په خپلواک ډول د هېواد دفاع کوي"

د انځور حقوق AP
Image caption افغان ولسمشر اشرف غني له علماو، ملایانو او د مدني ټولنې له غړو وغوښتل، چې په څرګند ډول له افغان ځواکونو نه ملاتړ اعلان کړي

ولسمشر محمد اشرف غني په هغه مراسمو کې چې د نړیوالو امنیتي ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیت د لېږد په تړاو تر سره کېدل برخه واخیسته او په خپلو خبرو کې وویل، له نن وروسته به افغان ځواکونه د افغانستان له "ناموس او ځمکنۍ بشپړتیا" نه په خپلواکه توګه دفاع کوي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل، افغان ځواکونو له "خطره ډک او لوی مسولیت" په غاړه اخیستی دی او ۵۰۰۰ کاله یې له خپل هېواده دفاع کړې او ۵۰۰۰ کاله نور به هم د افغانستان له خاورې او ناموسه دفاع کوي.

نوموړي په دې مراسمو کې له خپلو نړیوالو ملاتړو څخه د همکارۍ او د دوی د سرتېرو د قربانۍ له کبله مننه وکړه.

ولسمشر همدا راز وویل، اوس چې بهرني ځواکونه خپلو کورونه ته روان دي، افغانان خوندي نه دي او نړیوال ځواکونه باید د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دې مراسمو کې د یو شمېر سفارتونو استازو، د ناتو ځواکونو مشر، د افغانستان د پارلمان غړيو او افغان لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

ښاغلي غني په خبرو کې وویل، د امنیتي مسولیتونو لېږد یعنې "د مشروع قوت کارول او د انحصار لېږد، وروسته له دې به افغان ځواکونه د قوت د کارولو په برخه کې اړینې او بنسټیزې پریکړې تر سره کوي او په ټول هېواد کې به قدرت د افغان ځواکونو په واک کې وي."

د پخواني ولسمشر کرزي په وخت کې اشرف غني د امنیتي مسولیت د لېږد د بهیر مشري په غاړه درلوده.

ولسمشر غني په تېرو ۱۳ کلونو کې د ګډ پوځي ځواک ستونزو ته په اشاره وویل، له نن وروسته مسولیت او صلاحیت افغانانو سره دی.

نوموړي همدا رنګه له علماو، ملایانو او د مدني ټولنې له غړو وغوښتل، چې په څرګند ډول له افغان ځواکونو نه ملاتړ اعلان کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په دې مراسمو کې د یو شمېر سفارتونو استازو، د ناتو ځواکونو مشر، د افغانستان د پارلمان غړيو او افغان لوړ پوړو چارواکو په کې ګډون کړی وو

ولسمشر وویل، د افغان ځواکونو د رتبو لوړولو چارې ته به جدي پاملرنه وکړي او دا اجازه به ور نه کړي چې امنیتي ځواکونه په "وړو وړو سیاستونو کې" ښکېل شي.

ښاغلي غني وویل، د امنیتي ځواکونو مسلکي کېدو او کاري خوندیتوب په اړه به هم ګامونه پورته کړي.

نوموړي همد راز وویل، له منابعو څخه د ګټې اخیستو په برخه کې هم بنسټیز بدلون ته اړتیا شته، د کابینې غړي باید په خپلو کارونو کې شفاف او حساب ورکوونکي ووسي.

ښاغلی غني په داسې حال کې د ناټو رزمي ماموریت د پای مراسمو کې برخه اخلي، چې د ملي یووالي پر حکومت د کابینې د اعلان د ځنډ له کبله ډېرې نیوکې کېږي.

ورته مطالب