جلال اباد کې چاودنې یوکس وژلی او ۲ نور ټپیان دي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې بمي چاودنې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

جلال اباد ښار د لویدیځې برخې په اوومې ویالې (جوی هفت) سیمه کې چادونې یو کس وژلی او دوه نور یې ټبیان کړي دي.

امنیتي چارواکي وايي، دغه چاودنه د مقناطیسي بم د چاودنې له کبله شوې.

د جلال اباد د امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال جلال باد کې زموږ خبریال ته ويلي، نن سهار (جنوري ۱) یو کورلا ډوله ملکي موټر پورې مقناطیسي بم نښلول شوی و، چې د چاودنې له کبله یې موټر چلوونکی وژل شوی او دوه کسان نور ټپیان دي.

د مشرقي وال په وینا، په ټپیانو کې یو تن د ملي پوځ کار کوونکی دی.

د جلال ا باد د عامې روغتیا د روغتون مشر ډاکټر همایون زهیر وايي، دوی ته یو مړی او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

ورته مطالب