'اروپا ته د لاجوردو له لارې ۸۰٪ افغان صادرات او واردات'

افغان ولسمشر اشرف غني د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي غني وويل دغه لار چې له منځنۍ اسيا تېرېږي، په راتلونکو درېو کلونو کې به د افغانستان کابو ۸۰ سلنه صادرات او واردات له همدې لارې وي.

افغان ولسمشر اشرف غني وايي په راتلونکو دريو کلونو کې به اروپا ته د افغانستان نژدې ۸۰ سلنه صادرات او واردات د لاجوردو له لارې کېږي. دغه لار د منځنۍ اسيا د هېوادونو په منځ کې تېرېږي او د ترکيې له لارې ازادو اوبو ته رسېږي.

عبدالله ستانکزی پخپل راپور کې کاږي، د پاکستان له لارې افغانستان ته د وارداتو د کچې کمېدو سره هممهاله ، افغان ولسمشر اشرف غني وايي په راتلونکې کې به د کابل لويه سوداګريزه راکړه ورکړه د لاجوردو په لار وي.

ښاغلي غني وويل دغه لار چې له منځنۍ اسيا تېرېږي، په راتلونکو درېو کلونو کې به د افغانستان کابو ۸۰ سلنه صادرات او واردات له همدې لارې وي.

د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي په تېرو کلونو کې يې هر کال له پاکستان نه د ۱۱ ميلياردو ډالرو په ارزښت توکي واردول، خو سږکال ښايي دا کچه تر اوو ميلياردو هم و نه رسېږي.

افغانستان چې سمندر ته لار نه لري اوس د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره تر ډېره د پاکستان او ايران بندرونه کاروي، خو ولسمشر غني دا روښانه کړه چې د لاجوردو لار له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو پر ضد نه، بلکې دوی ته هم ګټې لري:

''په راتلونکو درېو کلونو کې به انشاء الله د لاجوردو د لارې په موجوديت کې زموږ ۸۰ سلنه صادرات او واردات د منځنۍ اسيا له لارې اروپا ته کېږي. د لاجوردو لار له ګاونډيانو سره زموږ د اړيکو پر ضد نه ده، بلکې دوی ته هم لار هوارېږي، خو تدبير په کار دی، ځکه موږ نور انتظار نه شو کولای. تر ټولو غوره حالت دا دی چې ټول بندرونه زموږ پر مخ پرانستي وي، خو موږ اختيار لرو او اراده لرو''.

د انځور حقوق
Image caption کابل په وروستيو کلونو کې هڅه کړې چې د پاکستان او ايران پر ځای د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره نورې لارې ولټوي، او وروسته له دې به يې تکيه د لاجوردو پر لار وي.
د انځور حقوق
Image caption یونیم میلیون افغانان د غالیو پر صنعت بوخت دي

ښاغلي غني وويل د امنيتي او سياسي لېږد له بهير وروسته پر اقتصادي لېږد فکر کوي او په دې برخه کې به په ډېر احتياط ګامونه پورته کړي.

دلاجوردو لار دافغانستان د هرات له تورغونډۍ پیلېږي او د ترکمنستان هېواد د ترکمن باشي بندر ته رسیږي. د ازاربایجان د باکو له ښاره تر تېریدو وروسته، د ګرجستان تفلیس سره نښلي او له هغه ځایه به د ترکیې قارس ته رسیږي، چې بيا استانبول او وروسته ازادو اوبو ته لار پيدا کوي.

افغانستان له ګاونډيو په ځانګړي ډول له پاکستان سره په ترانزيتي برخه کې ډېرې ستونزې لري او ځينې وختونه د افغان سوداګرو مالونه په مياشتو مياشتو کراچۍ بندر کې ايسار وي.

کابل په وروستيو کلونو کې هڅه کړې چې د پاکستان او ايران پر ځای د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره نورې لارې ولټوي، او وروسته له دې به يې تکيه د لاجوردو پر لار وي.

ورته مطالب