پر واده برید کوونکي پوځیان پوځي څارنوالۍ ته معرفي شوي

د انځور حقوق
Image caption په وژل شویو او ټپیانو کې ډیری ماشومان او ښځې دي

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ته تللی پلاوی وایي، د واده پر کور وروسته تر هغه د افغان پوځ له خوا د هاوان د مرمۍ ویشتل شوې، چې وسله والو له همدې سیمې د افغان پوځیانو پر یوې پوستې ډزې کړې دي.

د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار وایي، پلاوی هغه افغان پوځیان چې پرې تور دی چې د واده پر کور یې توغندي توغولي، د ملي اردو پوځي څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

کندهار کې زموږ همکار مامون درانی پخپل راپور کې وايي، دغه پلاوی چې مشري یې د هلمند سرپرست والي محمد نعیم کوله، په سیمه کې د پېښې د قربانیانو د کورنیو له غړو او عیني شاهدانو سره لیدلي دي.

د هلمند د پولیسو ویاند فرید عبید وايي، عیني شاهدانو ورغلي پلاوي ته ویلي، چي وسلوالو لومړی له هغې سیمې چې د واده مراسم پکې روان وو، د ملي اردو د ستیشن په نوم یوې پوستې باندې برید کړی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نوموړی زیاتوي، چې د ورپسې افغان پوځیانو هم پر هغه سیمه د هاوان مرمۍ توغولې، چې دوې ګولۍ په هغه کور کې لګېدلې چې د واده مراسم په کې روان وو.

د پلاوي د وروستي مالوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۱۷ تنه چې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي او ۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په ټپیانو کې ۱۸ مېرمنې او ۲۴ نور نارینه دي چې ماشومان هم په کې شامل دي.

بل خوا لسګونو کسانو چي د مدني ټولنو استازي هم پکې دي، په مرکز لښکرګاه کي د والي د دفتر مخې ته داعتراض په دود خیمې وهلې او د سنګین د پېښې په اړه د ړڼو پلټنو غوښتنه کوي.

اعتراض کوونکي ددغې غوښتنې ترڅنګ له ولسمشر غني نه غوښتنه کوي چې د هلمند په ملکي او نظامي برخو کې ژور بدلون راولي.

د یادولو ده چې یوازې څو ورځې وړاندې دغه ولایت ته د مرستیال والي سربېره، د ۲۱۵ میوند قول اردو ته نوی قومندان هم استول شوی.

د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ اخ ډب روان دی، چې له کبله یې نه یوازې لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې، بلکې یو شمېر ولسوالیو ته غځېدلي لارې هم د وسلوالو له خوا په ځمکني ماینونو باندې تړل شوې دي.

د انځور حقوق
Image caption د پېښې ډېر ټپیان لښکر ګاه ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي
د انځور حقوق
Image caption د هاوان مرمۍ د واده مراسمو په یوه ګڼه ګوڼه کې لګېدلې ده

ورته مطالب