هرات کې د زعفرانو محصول ۲۵٪ ټیټ شوی

Image caption زعفران په یوه ځانګړې محدوده کې یو ځل کرل کېږي او محصول یې د هر کال په تېریدو سره زیاتېږي

په دې وروستیو څو کلونو کې تل له هراته د زعفرانو د کښت په تړاو ښه خبرونه اوریدل شوي خو دا ځل وضعیت توپير کړی.

د افغانستان د زعفران کارانو ټولنه وایي، سږ کال پدې ولایت کې د زعفرانو د محصول کچه د تېر کال پر تله ۲۵ سلنه راټېټه شوې.

زعفران د هرات په ډېری ولسوالیو کې کرل کېږي هر کال هم د هغو ځمکو محدوده پراخېږي، چې زعفران په کې کرل کېږي.

خو اوس د افغانستان د زعفران کارانو ټولنه وایي، چې سږ کال د زعفرانو د محصول کچه د تېر کال پر تله ۲۵ سلنه راټیټه شوې.

د نوموړې ټولنې مشر انجنیر بشیر احمد رشیدي وایي، د زعفران د محصول کچه تېر ژمی د مناسبې هوا له کبله راټېټه شوې.

نوموړی وایی:"موږ تمه درلوده چې سږ کال څه باندې څلور ټنه زعفران ترلاسه کړو خو له بده مرغه د وړاندوینو خلاف مو ولېده چې سږ کال د زعفرانو د محصول کچه ۲۵ سلنه راټېټه شوې. تېر کال د کب میاشت سړې هوا د هرات او سیمې په کچه د زعفرانو پر کروندو ناوړه اغیزه وکړه."

د دې ټولو سره سره د زعفران کارانو ټولنه یو ښه خبر هم په دې تړاو لري او وايي، سږ کال ډیری نورې پراخې سیمې د زعفرانو تر کښت لاندې راغلې.

Image caption سږ کال په هرات ولایت کې د زعفرانو د محصول کچه د تېر کال پر تله ۲۵ سلنه راټېټه شوې

ښاغلی رشیدی زیاتوي:"له نیکه مرغه سږ کال د زعفرانو د کښت په تاریخ کې داسې پرمختګ شوی، چې سابقه نلري. سږ کال په هرات او په ځانګړې توګه د غوریانو په ولسوالۍ کې په ۲۵۰ جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوي."

زعفران په یوه ځانګړې محدوده کې یو ځل کرل کېږي او محصول یې د هر کال په تېریدو سره زیاتېږي.

زعفران چې د مختلفو داروګانو په جوړولو کې هم کارول کېږي د نړۍ تر ټولو قیمتي ګیا ګڼل کېږي.

په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وایي، اوس په نوموړي ولایت کې یو کېلو زعفران په اتیا یا نوي زره افغانۍ او په بهرنیو بازارونو کې په دوه زره ډالره پلورل کېږي.

معمولا په افغانستان کې زعفران د کوکنارو پر ځای د بدیل کښت په توګه پيژندل کېږي او هرات د زعفرانو د کښت په رواجولو کې د افغانستان د ۲۸ ولایتونو سره مرسته کوي.

ورته مطالب