ستانکزی: چین د افغان سولې په خبرو کې ونډه اخیستل غواړي

معصوم ستانکزی د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ستانکزی: ''هر هېواد لومړی خپل ملي امنیت ته پام کوي، د افغانستان امنیت او په سیمه کې پر امنیت خپل اثر لري.''

افغان دولت وايي چې په افغانستان کې د سولې بهیر او د طالبانو او افغان مرکچیانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د یوشمېر هېوادونو له خوا نوې هڅې پیل شوې دي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزی وايي د دغو هېوادونو په ډله کې یو هم چین دی چې غواړي د دغه بهیر د لا پیاوړتیا لپاره د افغانانو ترمنځ د سولې په خبرو کې ونډه واخلي، چې د ده په وینا افغان حکومت یې هرکلی کوي.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچی پخپل راپور کې وايي، که څه هم افغان حکومت نېغ په نېغه د افغانستان په کړکېچ کې د چین د منځګړیتوب خبره نه کوي، خو دومره وايي چې د چین ترڅنګ نور سیمه ییز او نړیوال هېوادونه هم د دې لېواله دي چې دغلته د سولې د خبرو په بهیر کې رغنده ونډه واخلي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزی وايي له هغه وروسته چې افغان ولسمشر چین ته سفر وکړ، تر ډېره د هغه هېواد چارواکي دې ته وهڅېدل چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ونډه واخلي:

"چین هم په افغانستان کې د ثبات پلوی دی، او په افغانستان کې د یوه باثباته قوي نظام راتلو ملاتړ کوي، ددې ملاتړ هم کوي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ددې توان ولري چې د ترهګرۍ پروړاندې سمه او دقیقه مبارزه وکړي، خو ددې طرفدار هم دی، چې د افغانانو په منځ کې د بحث او خبرو له لارې نه په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو راتلو لپاره شرایط برابر شي، طبعاً یوازې چین نه شي کولی چې دا ټولې ستونزې حل کړي، بلکې د افغانستان ګاونډیان او اسلامي هېوادونه، او همداراز امریکا پخپله کچه د افغانستان د ثبات لپاره یو ډول رول ولوبوي."

د یوې سکې دوه مخه

ښاغلی ستانکزی وايي، په افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې او ان د نړۍ له حالاتو سره تړلی دی، هغه وايي له چین سره اقتصادي اړیکي او له ترهګرۍ سره مبارزه د یوې سکې دوه مخه دي.

Image caption چینی شرکتونو، د افغانستان لوی معادن، مس عینک استخراج کې پام وړ پانګونه کړې

د ښاغلي ستانکزي په خبره هر هېواد د دې غوښتونکی دی چې د خپل هېواد د اقتصادي ودې او پرمختیا او هېوادنیو ګټو لپاره د خوندي افغانستان لپاره مټې راونغاړي:

"هر هېواد لومړی خپل ملي امنیت ته پام کوي، د افغانستان امنیت او په سیمه کې پر امنیت خپل اثر لري، او په افغانستان کې د تاوتریخوالي د خپرېدو عوامل ددې لامل شوي دي چې ځینې هېوادونه د افغانستان په باب خپلې پالیسۍ بدلې کړي او افغانستان ته له یوې بلې دروازې نه له بل لیدلوري وګوري.

دا لومړی ځل دی چې چین په افغانستان کې له سولې د سره همغږي په ډاګه کوي.

د افغان حکومت چارواکي هیله من دي، چې چین کولای شي پر پاکستان د خپل نفوذ پر مرسته د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

یو شمېر افغانان وایي چې ترهګري د ټولې سیمي لپاره ګواښ دی او په وینا یې د توندلارو ډلو پر وړاندې مبارزه، د گډې مبارزې غوښتونکې ده.

له بله اړخه افغانستان او چین لا له وړاندې د خپلو اقتصادي اړیکو د پراخولو په هڅه کې دي او د افغانستان په ډېرو مارکیټونو کې د چینايي توکو بازارونه تاوده دي.

Image caption چین ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پرمهال د افغان سولې په بهیر کې د همکارۍ کولو غوښتنه کړې وه

دارنګه، د افغانستان کانونه هم کولای شي چې د چین ځیې اړتیاوې پوره کړي.

اوس مهال دوه چینایي شرکتونو د مس عینک او د آمو سیند د تېلو د استخراج پر پروژو کار کوي.

څو ورځې وړاندې، د طالبانو باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، د دوی یوه پلاوي چینايي چارواکو سره د خبرو لپاره بیجنګ ته سفر کړی دی.

طالبانو چین ته د سفر موخه له چینايانو سره د خپل دریځ شریکول ښودلې ده.

ورته مطالب