زابل کې چاودنې یو ماشوم او یو سړی وژلي

د انځور حقوق
Image caption تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې، خو معمولاً دداسې چاودنو د مسؤولیت ګوته نېغ په نېغه وسله والو طالبانو ته نیول کېږي.

د زابل ولایت مرکز کلات ښار کې نن ګهیځ د یوې چاودنې پایله کې یو ماشوم او یو بل ولسي وګړی وژل شوي، څلورو امنیتي کسان او پنځه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

پولیس وايي د برید هدف د امنیت امر و، چې د حکومت وسله والو مخالفانو خلاف له عملیاتو وروسته کور ته پر لاره و.

د زابل امنیه قومندان غلام سخي روغ لېوني بي بي سي ته وویل، چاودنه د زابل کلات ښار کې داسې مهال وشوه، چې له اته غر ولسوالۍ نه امنیتي ځواکونه د ستنېدو په حال کې وو:

''د دوشنبې په ورځ لس بجې چاودنه وشوه، چې دوه کسان پکې وژل شوي او نهه نور ټپیان دي، چې څلور پکې عسکر او پنځه نور ولسي وګړي دي.''

نوموړی وايي، د امنیت آمر غوښتل، چې کور ته ستون شي، خو کور ته یې پر لاره په یوه دوکان کې چاودېدونکي توکي چوول شوي دي.

روغ لېونی وايي، په وژل شویو کې یو ماشوم او بل هم ولسي وګړی دی.

تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې، خو معمولاً دداسې چاودنو د مسؤولیت ګوته نېغ په نېغه وسله والو طالبانو ته نیول کېږي.

ورته مطالب