ملي یووالي حکومت ۱۰۰ ورځنی شو

د انځور حقوق AP
Image caption نن په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت د جوړېدو له سلمې ورځې سره برابره ده

نن په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت سل ورځې پوره شوې.

ولسمشر اشرف غني په خپلو ټاکنيزو منډو ترړو کې ژمنه کړې وه، چې د حکومت په لومړنيو ۱۰۰ ورځو کې به د سولې او امنيت د ټينګښت، حکومتولۍ، اقتصادي وضعيت او ټولنيزو موضوعاتو کې مهم بدلون راولي.

خو نن چې د نوي حکومت سلمه ده، د حکومت پر کړنو د څار يوه اداره وايي، له امريکا سره د امنيتي تړون په ګډون له څلورو ژمنو پرته ډېری يې نه دي عملي شوې.

د ۱۰۰ ورځو په نوم د څار بنسټ يو مسوول محمد اصف زيار وايي، د کابل بانک دوسيې د بيا پرانستلو او سړک جوړولو د يو شمېر پروژو په ګډون ۲۳ داسې ژمنې دي چې کار يې پيل شوی او ډېر لږ پرمختګ يې کړی دی.

نن په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت د جوړېدو له سلمې ورځې سره برابره ده.

ښاغلي غني د سپټمبر پر ۲۹مه لوړه وکړه او ولس ته يې د خپلو نويو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ، چې ډېر ژر به په قضايه، مقننه او اجراييه قوه کې اصلاحات راولي.

د ملي يووالي حکومت د جوړېدو او د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال ولس ته ورکړای شويو ژمنو خلک بدلون ته ډېر هيلمن کړي وو، خو آيا په دغو ۱۰۰ ورځو کې د خلکو هيلې پوره شوې؟

د حکومت پر کړنو د څار يوې ادارې ويلي، حکومت تر اوسه کړې ډېری ژمنې نه دي عملي کړې.

د محمد اصف زيار په وینا،سلو لومړنیو ورځو کې یې څلور ژمنې بشپړې شوې دي چې د هغو له جملې څخه یې لومړی د امریکا له متحده ایالاتو سره دوه اړخیز امنیتي ټړون لاسلیک کړ او دویمه بشپړه شوې ژمنه یې دا وه چې د چارو اداره یې د ولسمشرۍ د دفتر له ریاست سره یو ځای کړه.

دریمه یې دا وه چې د نیویارک ټایمز پر خبریال یې بندیز لرې کړ څلورمه بشپړه شوې ژمنه یې دا وه چې معلوماتو ته د لاس رسي قانون یې توشیح کړ.

محمد اصف زيار وايي:" څلور ژمنې بشپړې شوې او ۲۳ نورې ژمنې یې تر کار لاندې دي چې یوه یې د کابل بانک د قضیې بیا پرانیستل و په هغه ډول چې دوی ویلي وو چې دا به بشپړ وي بشپړ نه شو او پر پاتې ۸۳ ژمنو هیڅ کار نه دی شوی."

خو د کابينې د نه معرفي کېدو په ګډون يې لویه برخه پاتې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په افغانستان کې يو شمېر کسان وايي، د ولسمشر غني ژمنې هغه مهال عملي کېدای شوې، چې په يوازې سر يې حکومت جوړ کړی وای

له دې سره سره په افغانستان کې يو شمېر کسان وايي، د ولسمشر غني ژمنې هغه مهال عملي کېدای شوې، چې په يوازې سر يې حکومت جوړ کړی وای او په خبره يې اوس د دوو کسانو ترمنځ وېشلی دی.

دا چې عام افغانان له امنيتي اندېښنو سره سره د رايې ورکولو مرکزونو ته ولاړل، آيا د نوي حکومت له سل ورځني کار نه راضي دي؟

په ځواب کې ویلی شو چې دوی هم سره وېشلي دي، ځينې وايي تر يوه بريده کار شوی، خو ځينې نور يې کافي نه بولي.

نن چې د ملي يووالي حکومت سلمه ده اوس هم ډېری افغانان دا پوښتنه کوي، چې آيا د ملي يووالي حکومت به وتوانېږي په راتلونکو پنځو کلونو کې هغه ژمنې عملي کړي چې ولس ته يې ورکړې که نه، دا هغه پوښتنه ده چې وروسته به يې ځواب پيدا شي.

ورته مطالب