د واک لومړۍ ۱۰۰ ورځې، لیرې کول، نه ګومارل

محمد اشرف غني د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له تېر سپتمبر راهیسې کله چې غني واک ته ورسېد، هرات کې د چارواکو لیرې کول د هغه د کار وروستۍ بېلګه وه.

د افغانستان د نوي ولسمشر محمد اشرف غني د واک سل ورځې پوره شوې، خو لاهم د کابینې څرک نه لګېږي، خو ترڅنګ یې د طالبانو بریدونو هم ډېر شوي دي.

د غني د واک په لومړي سر کې هغه له امریکا سره هغه لانجمن امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې مخکیني ولسمشر حامد کرزي یې د لاسلیکولو لپاره شرطونه وړاندې کړي وو. په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو جګړه ییز ماموریت د تېر ۲۰۱۴ کال په ختمېدو سره رسماً پای ته ورسېد.

د نوې ادارې په جوړېدو سره، څه باندې درې میاشتې کېږي، چې افغان وزارتونه د سرپرستو وزیرانو له خوا اداره کېږي.

که څه هم ګڼ افغانان په دې اند دي، چې نوې اداره د کابینې په معرفي کولو کې پاتې راغلې ده، خو ښاغلي غني هرات ولایت ته د ځینو ادعا شویو درغلیو د ارزونې په موخه په یوه ورځني سفر په لوېدیځ هرات ولایت کې ګڼ سیمه ییز چارواکي له دندو ګوښه کړل.

په لیرې کړای شویو کې د هرات د ۱۵ ولسوالیو د پولیسو مشران او ځینې نور جګپوړي حکومتي چارواکي هم وو.

ولسمشر غني د دغو چارواکو تر لیرې کولو وروسته، خبریالانو ته وویل: "د پوهنې، تېلو او غاز، برېښنا او ګمرکونو د ریاستونو په اړه ډېر شکایتونه شوي وو. ټول تورن له دندو وشړل شول او څارنوالۍ ته به وروپېژندل شوي. "

ګڼو هغو کسانو چې دندې یې له لاسه ورکړې، له ځینو قوي ډلو سره اړیکي لرل، او پر خپلو دندو تر یوه حده ډاډمن وو.

د غني دا کړنه د نوي حکومت له لوري یو څرګند پیغام و، چې ګني نور فساد د زغملو نه دی، او په فساد ککړ هېڅ یو به پر خپل ځای پاتې نه شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر غني هرات کې د چارواکو له لیرې کولو وروسته خبریالانو ته لنډه وینا وکړه

له تېر سپتمبر راهیسې کله چې غني واک ته ورسېد، هرات ته د هغه او بېړنی پرېکړه تر ټولو وروستۍ او تازه بېلګه وه.

لیکلې بڼه

ګڼ افغانان دولتي ادارو ته د ولسمشر غني د ناڅاپي سفر او کتنې په اړه حیران ښکارېدل، چې واک ته له رسېدا وروسته ښاغلی غني د پولیسو یوې امنیتي حوزې، یوه ښوونځي، او د کابل لوی د څرخي پله زندان ته په ناڅاپي سفر ورغلی و.

په یوه ځل کله چې ښاغلی غني یوه روغتون ته ورغی، د ادارې ګډوډي ددې لامل شوه، چې تر وتلو وروسته ټول اداي ټیم له کاره ګوښه کړي.

خو د ولسمشرۍ ددفتر د ننه بیا ویل کېږي، چې د نړیوال بانک مخکنی جګپوړی مامور ښاغلی غني په تند ډول چلند کوي.

ولسمشر په اونۍ کې اوه ورځې تر ۱۸ ساعتونو پورې کار کوي.

ولسمشر غني ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي ته وویل: "اته ساعته کار کول د هغو چارو د سمبالښت لپاره دي، چې له مخکني حکومت څخه نیمګړي پاتې دي، اته نور ساعته بیا د ارزونې او تګلارې جوړولو لپاره ځانګړي شوي، او دوه نور ساعته له بېړنیو حالاتو سره د چلند لپاره دي."

ولسمشر غني په مخکني حکومت هغه مخامخ کتنې او خبرې پای ته رسولې دي، چې د مهالوېش له مخې به له ولسمشر سره جوړېدې. نوموړي دا امر هم کړی چې ټولې ناستې او خبرې دې په لیکلې بڼه ده ته وړاندې شي.

سرچینه وايي: ""په ارګ کې په تېرو ۱۰۰ ورځو کې د هغو لیکلو شویو اسنادو شمېر د تېرو ۱۳ کلونو له کارول شویو مکاتیبو او اسنادو ډېر دی."

د ګڼو عامو افغانانو لپاره د ښاغلي غني دغه کار یو ډول د ارامې ساه اخیستو الهام ګڼل کېدای شي.

د ولسمشر یوه سلاکار حمیدالله فارقوي وايي: "په لومړیو ورځو کې د ولسمشر کړنې، چې په پوځي روغتون کې یې ځینې چارواکي له دندو وشړل، د ټولو حکومتي کارکوونکو لپاره یو څرګند پیغام دی چې د دوی هر ډول خوځښت او کړنه څارل کېږي او هر ډول تېروتنه یې جدي ګڼل کېږي."

خو ټول پر دې سلا دي چې شاید دا ډول تګلاره ډېر دوام ونه کړي.

یوه افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل: "هغه [غني] یو متفکر دی، د سیستم د اصلاح پرځای، چې هرڅه ښه مخته روان وي، دی هر کار پخپله کوي او هرڅه پخپلو سترګو څاري. "

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر غني د کابل پوځي روغتون کې له ناروغانو او ډاکټرانو سره وکتل

د ښاغلي غني منتقدین وايي، د نوموړي د واک په لومړیو سلو ورځو کې د هغه لویه پاتې راتلنه دا وه چې له اجراييوي مشر عبدالله عبدالله سره یې د یوې کابینې په معرفي کولو کې توان نه درلود. هغه خپل ټول پام پر کوچنیو موضوعاتو ورټول کړی و. "

ولسمشر ویلي وو: "له هر یوه حکومتي چارواکي سره باید زه پخپله مرکه (انټرویو) وکړم، دا زما عادت دی."

خو په راتلونکو ۱۰۰ ورځو کې افغانان له خپل ولسمشر دا هیله لري چې حکومت جوړ کړي، چې په دې سره به وکړای شي له خپل کاري ټیم سره د امنیت ټینګولو او اقتصادي ودې په ګډون لویې ننګونې له خپلې مخې لیرې کړي.

ورته مطالب