هند د ناامنۍ له کبله د سلما بند پرانیستل وځنډولې

Image caption هیله ده چې بریښنا کوټ به ۴۰ میګا واټه بريښنا تولید کړي.

په کابل کې د هند سفیر ویلي دي، چې د امنیتي او ترانزیتي ستونزو له کبله د هرات د سلما بند د پرانستې چارې وځنډول شوې.

په پام کې وه چې بند د تیر کال په اکتوبر کې ګټې ته چمتو شوی وای، خو اوس ښايي د روان میلادي کال تر اګست میاشتې دا چاره تر سره نه شي.

په سلما بند ۱۸۰ میلونه ډالره لګښت راځي چې هند یې ورکوي. مصطفی سالک پخپل راپور کې وايي، د سلما بند د هرات ښار ختیځ پلو ته شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لري د چشت شریف په ولسوالۍ کې پروت دی، دا بریښناکوټ د هند په مرسته جوړیږي، مخکې افغان او هندي چارواکو د تیر کال اکتوبر میاشت د بند د پرانستې لپاره ټاکلې وه، خو اوس په کابل کې د هند سفیر امر سینها وايي چې ښايي د نیزونو تر موسم وروسته د روان کال په اګست کې بریښنا کوټ ګټې ته چمتو شي.

ښاغلي سینها په کابل کې خبریالانو ته وویل چې امنیتي او ترانزیتي ستونزې ددې لامل شوی چې د سلما بند پر خپل مهال بشپړ نه شي:

''په سپتمبر کې د ناامنۍ ډیرې ستونزې وې،د سلما بند په چاپیریال کې لږ تر لږه ۷ بریدونه وشول،ددرنو کرینونو راوړل هم ستونزه وه چې هر یو یې ۳۲ ټنه دی،خو لاره ورته نشته دا اوس هم یوه ننګونه ده، همدا راز پر نیغه لاره د بیرینګونو راوړل هم ستونزه وه،په پام کې ده چې د ا‌ذربایجان له لارې یې راولیږدوو نو دا هرڅه وخت نیونکي وو اوس موږ هیله لرو چې د روان کال په نیمايي کې بریښنا کوټ ګټې ته وسپارو''.

د سلما بند پروژه په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د هند په مرسته پیل شوې وه چې وروسته د جګړو له کبله پر ټپه ودریده خو په ۱۳۸۴ لمریز کال کې بیا پیل شوه.

یو شمیر راپورونه وايي چې ګواکې یو شمیر سیمیز هیوادونه د سلما بند د بشپړولو د کار مخه نیسي.له همدې کبله یې په تیرو کلونو کې دجوړلو کار څو ځله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.

په پام کې ده چې هند پر دغه بریښنا کوټ ۱۸۰ میلونه ډالر ولګوي.

اړوند چارواکي وايي چې بریښناکوټ به ۴۰ میګا واټه بریښنا تولید کړي،او شاوخوا ۸۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه به هم خړوبه کړي.