سالارزى: طالبانو ته د څوکۍ خبره بې بنسټه ده

د انځور حقوق EPA
Image caption د ولسمشر غني له خوا طالبانو ته په نوي حکومت کې د درېو وزارتونو د وړاندیز خبر اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ رد کړ

د ولسمشر غني وياند نظيف الله سالارزي هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې افغان حکومت طالبانو ته په کابينه کې د څوکيو د ورکړې وړانديز کړى دى. ښاغلي سالارزي بي بي سي سره په يوه تماس کې وويل: " دا خبره کاملآ درواغ او بې بنسټه دى." تر دې وړاندې بي بي سي مالومات تر لاسه کړي و، چې طالبانو ته په نوي افغان حکومت کې د څوکیو وړاندیز شوی، خو هغوی دا وړاندیز رد کړی دی.

له کابله د بي بي سي ډېوېډ لاین پخپل رپوټ کې لیکي:

د ولسمشر غني له خوا طالبانو ته په نوي حکومت کې د درېو وزارتونو وړاندیز شوی.

د کلیو د پراختیا وزارت، د سرحدونو چارو وزات چې طالبانو ته به یې د ګمرکي محصول د راټولولو مسؤلیت ورکړی وی او د حج او اوقافو وزارت.

د درېوو ولایتونو - کندهار، هلمند او نیمروز - لپاره د طالبانو د والیانو پر ټاکلو هم خبرې شوې دي.

دا وړاندیز ظاهرآ په داسې حال کې شوی چې نوی ولسمشر، په ایتلاف کې له ورسره ګډ شوي ډاکتر عبدالله عبدالله سره د یوه متوازن حکومت پرجوړولو روغې جوړې ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

ولسمشر غني ته نژدې یوې سرچینې وویل چې حکومت باید یوازې له دوو ډلو جوړ نه شي، بلکې په افغانستان کې ټول اړخونه باید پکې ونډه ولري.

هغه درې کسان چې ولسمشر غني هیله لرله خپل حکومت ته یې ورمات کړي په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر ملاعبدالسلام ضعیف چې اوس له څو کالو راهیسې په نسبي توګه ازاد په کابل کې ژوند کوي، د طالبانو په پخواني حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل او د ګلبدین حکمتیار یو نژدې خپلوان غیرت بهیر وو.

خو د حکومتي څوکیو دا وړاندیز ونه منل شو.

طالب مشرانو ته یوې نژدې سرچینې وویل چې اصلي خنډ د نوي حکومت له خوا د امنیتي تړونونو لاسلیکول دي چې تر مخې یې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ناټو د جګړه یی ماموریت له پایته رسېدو وروسته یو شمېر بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې کېږي.

طالبان دغه راز غواړي، مخکې له هغه چې په نوي حکومت کې د ورګډېدو په اړه خبرې اترې پیل کړي، په اساسي قانون کې بدلون راوستل شي او دوی ته له عدلي تعقیب څخه خوندیتوب ورکړل شي.

د څوکیو دا وړاندیز ښيي چې اشرف غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ډېر توپیر لري. دی چمتو دی چې د بدلون رامنځته کولو لپاره زړور، ناندره ییز ګامونه وچت کړي.

ملاتړي یې وايي د پاکستان ښه همکاري یې هم خپله کړې چې په خپلو پولو کې دننه طالبان وځپي، او یو شمېر پاکستاني پلاوي کابل ته ورغلي دي. ولسمشر غني پر چین او سعودي عربستان هم غږ کړی چې د اړیکو د ښه کولو لپاره دې پر پاکستان خپل اغېز وکاروي.

د انځور حقوق
Image caption د ولسمشر غني له خوا طالبانو ته په نوي حکومت کې د درېو وزارتونو وړاندیز شوی. خو د حکومتي څوکیو دا وړاندیز ونه منل شو.

خو ډېرې دغه خبرې هغه وخت هم کېدې چې ولسمشر کرزی په ۲۰۰۲ کال کې واک ته ورسېد.

او دا خبره چې ایا طالبان به په نوي حکومت کې برخه ولري او که ونه لري، که بیخي یوې خواته پرېښودل شي، په خپله د کابینې په اعلان کې اوږد ځنډ پراخې اندېښنې رامنځته کړي دي او د اقتصادي رغېدنې هیلې یې زیانمنې کړې دي.

یوه ځايي ډله چې د انتخاباتي ژمنو ترسره کېدل څاري وايي ۸۳ ژمنو ته لا هېڅ لاس هم نه دی وروړل شوی، او د څه باندې ۲۰ نورو په اړه له پرمختګ سره سره، یوازې ۴ یې په بشپړه توګه عملي شوې دي.

آن دا هم روښانه نه ده چې په حکومت کې به د طالبانو ښکېلتیا روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی ایښی وی، او ځینې قوماندانان لاهم د هر ډول معاملې مخالف دي.

ورته مطالب