غني: ملي یووالی په خوله اسانه، خو عمل کې ګران کار دی

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي غني د مشرانو جرګې له غړو وغوښتل، پر نوي جوړ شوي دې د کابینې تر معرفي کېدو پورې فشار نه راوړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نویو سناتورانو د لوړې مراسمو پرمهال د مشرانو جرګې له غړو وغوښتل چې د دولت د کابینې تر معرفي کېدو پورې له زغمه کار واخلي.

د افغانستان مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري، چې دوه پر درې برخې یې د ولایتي شوراګانو پربنسټ د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

نویو سناتورانو د تېرو ولسمشریزو ټاکنو له مهالوېش سره هم مهاله په ټاکنو کې ګډون وکړ، او هر یوه چې پخپل ولایت کې لوړې رایې وګټلې، د مشرانو جرګې ته یې لاره ومونده.

د مشرانو جرګې یو پر درېمه برخه یې هم د څلورو کلونو لپاره د ولسمشر له خوا په انتصابي ډول معرفي کېږي.

ښاغلي غني د مشرانو جرګې له غړو وغوښتل، پر نوي جوړ شوي دې د کابینې تر معرفي کېدو پورې فشار نه راوړي.

د ملي يووالي د حکومت له جوړېدا څه باندې سل ورځې تېرېږي، خو نوې اداره چې په سر کې یې ولسمشر او اجراییوي مشر راځي، پارلمان ته د خپلې کابینې د وزیرانو په معرفي کولو کې تر اوسه پاتې راغلي، له له څو میشاتو راهیسې مهم لوړپوړي دولتي پوستونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

ښاغلي اشرف غني وویل: ''هیله لرم هغه نیوکې چې پر ما مو کړې دي، تاسو ته به کابینه دروپېژندله شي، زغم نتیجه ورکوي، او ان شاء الله هرڅه به سم شي. که تاسو خپل فشار ته ادامه ورکړئ، زه به هېڅکله ناراحته نه شم.''

هغه وویل، د ملي یووالي تامینول په خوله اسانه خبره ده، خو په عمل کې ډېر ګران کار دی چې ډېرې زغم او پام ته اړتیا لري.

ښاغلي غني د نویو سناتورانو د لوړې له مراسمو وروسته وویل، افغانستان داسې یو هېواد دی چې تر دې وروسته به هره لویه موضوع د سیاست له لارې حل کوي، نه د ټوپک او زور په واسطه.

هغه دا هم وویل، افغانان او سیاستوال د کار یو ډول فکر او عمل لري، خو د خلکو سترګې د اصلاحاتو راتلو ته په لاره دي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د درو قواوو پر خپلواکۍ باور لري، خو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازو ته درناوی یې د کار په لومړیتوبونو کې دی.

اشرف غني د ولسمشرۍ په چارو کې د یوه دفتر د جوړېدو خبره هم وکړه، چې په وینا یې د خلکو د استازو کارونو ته به ځانګړی پام کوي او د خلکو د استازو ستونزې به حل کوي.

ولسمشر غني وویل، تر دې وروسته به هر وزیر په شپږو میاشتو کې یوځل پارلمان ته خپل راپور وړاندې کوي، که چېرې بریالی نه و، نو د خلکو استازي کولی شي له هغه نه د باور رایه بېرته واخلي.

ورته مطالب