افغانستان ته له ایرانه د تېلو او ګازو واردات بند شوي

د انځور حقوق jupiter still
Image caption هرات او نیمروز د افغانستان په لوېدیځ کې له ایران سره اوږده ګډه پوله لري، چې ددواړو هېوادونو ترمنځ زیاتره سوداګریزه راکړه ورکړه د همدغو ولایتونو د ګمرکونو له لارې کېږي.

<span >د افغانستان دولت له ایران نه د تېلو او ګازو واردات بند کړي دي.

د لوېدیځ نیمروز ولایت د ګمرک چارواکو ویلي، له تېرو شلو ورځو راهیسې د ایران د صادراتي تېلو او ګازو په اړه نوي معیارونه ټاکل شوي دي.‌

د نیمروز رییس ویس سلطاني بي بي سي ته وویل،‌ د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، تر هغو چې ایران افغانستان ته د خپلو ګازو او تېلو د صادرات لوړ نه کړي، افغانستان چمتو نه دی چې دغه توکي افغانستان ته راوړل شي.

ښاغلي سلطاني وویل، په تېر کې افغانستان له ایران نه تېل او ګاز واردلو،‌ خو د نوي کال په پیلېدو سر، که چېرې افغانستان ته د ایراني تېلو او ګازو واردات له نویو معیارونو سره برابر نه شي،‌ نور به افغانستان له ایران نه دغه توکي وارد نه کړي.

هغه وویل،‌ دا مهال له ایران نه په هرات او فراه ولایتونو کې د ګازو او تېلو واردات درول شوي، او ګمرکونه اجازه نه لري چې د تېلو او ګازو ډک موټر د افغانستان خاورې ته داخل شي.

پر همدې مهال،‌ د ایران مهر خبري اژانس د ایران د سوېلي خراسان د ګمرکونو د عمومي مشر محمد علي خاشي له قوله ویلي، ''د افغانستان دولت له ایران نه د تېلو او اړوندو ټولو توکو د واردولو چاره درولې ده.''

هغه دا هم ویلي، چې د ایران په خراسان کې ۱۶۰ ټانکره تېل او ګاز درول شوي او ایران غواړي چې د افغانستان دولت ددغو توکو د ګمرکي ستونوز له منځه وړلو لپاره یوه چاره ولټوي.

خو د افغانستان د مالیې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني وايي، نوي معیارونه نه یوازې د ایران پر صادراتي سونتوکو لګول شوي، بلکې له ټولو هېوادونو پر صادراتي توکو باید عملي کړای شي.

هغه وویل، د بې کیفیته تېلو واردات د افغانستان په لویو ښارونو کې د ککړ چاپېریال له ککړېدو سره ډېره مرسته کړې ده.

هرات او نیمروز د افغانستان په لوېدیځ کې له ایران سره اوږده ګډه پوله لري، چې ددواړو هېوادونو ترمنځ زیاتره سوداګریزه راکړه ورکړه د همدغو ولایتونو د ګمرکونو له لارې کېږي.

په هرات کې د سونتوکو یوه افغان واردوونکي داود جهاني بي بي سي ته وویل،‌ افغان سوداګر دا مهال په پخوانیو معیارونو تېل واردوي.‌

هغه وايي، د سیستان او بلوچستان ولایتونو د پولو له لارې دغه مواد هره ورځ واردېږي.

ورته مطالب