ولسمشر غني کابینه اعلان کړه

د انځور حقوق AFP

د افغانستان د ولسمشرۍ ددفتر مشر سلام رحیمي د نوې کابینې لپاره د ۲۵ کسانو د کاندید شویو وزیرانو نومونه اعلان کړل. پردې سربېره، د افغانستان بانک او د ملي امنیت ریاست لپاره هم دوه کسان معرفي شول.

ښاغلي غنی ژمنه کړې وه،‌ چې څلور وزارتونه به ښځو ته ورکوي، خو په ننني اعلان کې درې وزارتونه ښځو ته ورکړل شوي.

د ولسمشرۍ دفتر وايي، ولسمشر غني به کاندید وزیران پارلمان ته هم معرفي کړي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت تر جوړېدا څه باندې سل ورځې وروسته بالاخره د نوې کابینې لپاره د وزیرانو نومونه اعلان شول.

د نوې کابینې لپاره لاندې کسان وړاندیز او اعلان شول:

  1. د ملي دفاع وزارت: شیر محمد کریمي
  2. د بهرنیو چارو وزارت: صلاح الدین رباني
  3. د کورنیو چارو وزارت: نورالحق علومي
  4. د مالیې وزارت: غلام جیلاني پوپل
  5. د عدلیې وزارت: احمد سیر مهجور
  6. د پوهنې وزارت: ګل زلمی یونسي
  7. د ښځو چارو وزارت: نجیبه ایوبي
  8. د ټولګټو وزارت: عباس بصیر
  9. د عامې روغتیا وزارت: فیروز الدین فیروز
  10. د کرنې او مالدارۍ وزارت: یعقوب حیدري
  11. د کانونو وزارت: داود صبا
  12. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت: برنا کریمي
  13. د کلو د پراختیا وزارت: نصیر احمد درانی
  14. د لوړو زده کړو وزارت: خاطره افغان
  15. د برېښنا او انرژۍ وزارت: محمود صیقل
  16. د کار ټولنیزو چارو او شهیدانو د چارو وزارت: سادات نادري
  17. د کډوالو د ستنېدو د چارو وزارت: سید حسین عالمي بلخي
  18. د حج او اوقافو وزارت: فیض محمد عثماني
  19. د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت: فیض الله کاکړ
  20. د اطلاعاتو او کلتور وزارت: آی سلطان خیري
  21. د سرحدونو او قبایلي چارو وزارت: قمرالدین شینواری
  22. د اقتصاد وزارت: سردار محمد رحمن اوغلي
  23. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت: سردار محمد رحیمي
  24. د ترانسپورت وزارت: فیض الله زکي
  25. د ښاري چارو وزارت: شاه زمان میوندي
  • د ملي امنیت لوی ریاست: رحمت الله نبیل
  • د افغانستان بانک مشر: خلیل صدیق

ورته مطالب