د ډاکتر جنيد شريف درېيمه شعري ټولګه

(د اغزو حسن تعلیله) د ډاکتر جنید شریف درېیمه شعري ټولګه ده چې د چاپ په ګاڼه پسولل کېږي. باد برګزیزان (۲۰۰۷) د پښتو اودري شعرونو ګډه ټولګه، (این رقص غزل ها )۲۰۱۱ د دري شعرونو ټولګه او اوسنی کتاب د پښتو شعرونو ټولګه ده چې په سلو پاڼو کې د اسد دانش خپرندوی ټولنې له خوا کابل کې له چاپه راوتلې.

کتاب د څېړندوی عبدالغفور لیوال په سریزه پیلیږي چې ده په کی د شعر له تحلیل سربیره د جنید شریف د شعري فکر یا نوښت په اړه کره کتنه کړې ده. جنید چې د شعر د ښکلا په اړه یې ډیرې اکاډمیکې څیړنې کړې دي، په شعر کې د ښکلا د معیارونو په نامه څځو پاڼې لیکلي او د پښتو شعر د کلاسیک او نويو شعرونو بیلګې یې څیړلي .

کتاب هسې چې له عنوانه یې ښکاري ، په پښتو شعر کې د نوښت او نويو فکرونو بېلګه ده. شاعر د شعري فورم او ښکلا پیژندنې اصولو ته په پام سره، په نویو او کلاسیکو بڼو لکه غزل، مثنوي، داستان، ازاد او .... شعرونه لیکلي. د شعرونو فضا، ماحول یا د شاعر په خبره (ښارګوټی)، د پښتو او پښتني ژوند سوچه او کلیوال ژوند دی. په ازاد شعر کې:

اواز د پاستو بوی د لاندو

هاغه تیاره خونه کې نشته

د انځور حقوق sharifa
Image caption (د اغزو حسن تعلیله) د ډاکتر جنید شریف درېیمه شعري ټولګه ده چې نوې له چاپه را ووته

اوړه یې مخکې تمام کړي

پسه یې په نذر کې ورکړی

ماشوم د وخته راویښ شوی

زړه یې سوکړک ته هوسیږي

جنید شریف تل په خپلو شعرونه کې نوې استعارې او تشبیهات لري خو کلمې یی د پښتي فرهنګ او دودونو ژبه ده:

د نکریزوجاله وانه

څه تورونه په سیندونو لګوې؟

ځان لاهو کړه

اوبو وړې مسکا بیرته راستنه کړه

په دې او ډیرو نورو شعرونو کې شاعر د کلیوال ژوند او دودونو په فضا کې د پښتني تاریخ او فرهنګ اتلانو او ادبي کرکترونو ( ادم خان او شین خالی ) ته په اشارو، د نني ژوند د دردونو او پېښو شننې بیان کوي:

کتابونو ته زور ورکه ملذ عباسه

چې تالا شوه د خالونو مدرسه

یا:

د یارانو هدیرو کې سرګردان یم

د دنیا په لیونتوب پورې حیران یم

(د اغزو حسن تعلیله) په شعرونو کې شعري رمزونه ، ښکلي ادبي استعارې، انځورونه، د مینې څړیکې او نارې دا ټول شته، خو د بیان ژبه او پیغام یې د خوشال او رحمان بابا په شان ساده او زغرده ده چې په کې د ژوند، تاریخ او فرهنګ په اړه ژورلید او فلسفه نغښتې ده.

د یونان امپراتور که سکندردی

افغانانو ته اتل وزیراکبر دی

کور او کډه د غلیم چی راسره وي

د پت شال یې په اوږو ټکری په سردی

چی خپل قام سره جنګیږي تورن نه دی

چې خپل ځان سره جنګیږي غضنفر دی

شین خالۍ به خدای پیدا کي پخلا کیږي

غیږې ورکئ توربورانو نن اختر دی

په کتاب کې له بده مرغه د ځينو نورو کتابونو په شان ، ټایپي تیروتنې شته. د ځینو شعرونوسرليکونه نه دي لیکل شوي خو چاپ یې سم او لوستل یې اسانه دي .

دا کتاب او شعرونه يې ښه ښایسته او په لوستلو ارزي. په لوستو به مو د شعرتنده تر ډیره حده ماته شي.

فکرونه به مو د پښتو او پښتنو شعر، تاریخ، کلاسیک فرهنګ او ننيو پېښو او دودونو په ګوټ ګوټ غځونې وکړي .

د جنید شریف دې کور ودان وي چې د پښتو شعر او ادب په وړاندې یې خپله مسلکي دنده او د عاطفي اړیکه نه ده هېره کړې.