افغانستان کې د 'داعش' د فعالیتونو په اړه بېلابېل راپورونه

د انځور حقوق AFP

افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه بېلابېل راپورونه ورکول کیږي. د افغانستان په جنوب کې د زابل ولایت امنیه قومندان د داعش ډلې د فعالیت خبرې کوي.

په کابل کې موږ همکار خوشحال تایب په دې موضوع دغه راپور بي ب‍ي يسي پښتو وېبپاڼې ته چمتو کړی،‌ چې وايي، په دې ورځو کې افغانستان ته د داعش راتګ او په ځینو ولایتونو کې یې د فعالیتونو خبرې په خبري رسنیو کې ډېرې تودې دي.

که څه هم په اړه بېلابېل راپورونه ورکول کیږي خو د داعش ډلې د پلویانو د فعالیتونو د پیل په اړه اندېښنې لیدل کیږي.

د زابل ولایت امنیه قومندان غلام سخي روغ لیونی د افغانستان په جنوب کې د داعش په نوم د بهرنیو وسله والو د شتون خبرې کوي.

د ښاغلي روغ لیوني په وینا د خاک افغان، دای چوپان او نوبهار هغه ولسوالۍ دي چې د داعش پلویان پکې فعال دي. د افغانستان په جنوب کې د داعش د ملاتړو د فعالیتونو خبر نوې نه ده، له هلمند ولایته هم د ورته فعالیتونو خبرونه ورکول کیږي.

خو د هلمند مرستیال والي جان محمد رسولیار له بی بی سی سره په خبرو کې په دغه ولایت کې د بهرنیانو د فعالیت خبر تاییدوي خو وايي نه شي تاییدوالی چې دا داعش غړي دي.

په غزني او پکتیکا ولایتونو کې هم د بهرنیو وسله والو د شتون خبرې کیږي. خو توپیر یې دا دی چې د دغو ولایتونو چارواکي دغو سیمو ته بهرني ورغلي کسان په القاعدې پورې تړلي بولي.

تېره ورځ په دې اړه اندېښنې په غزني ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې سره شریکې کړای شوې.

د پکتیکا والي عبدالمتین د ډیورنډ کرښې په بله غاړه کې د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو تر پیل وروسته افغانستان ته بهرنیو وسله والو د راتګ په اړه اندېښنه ښيي.

د غزني والي هم مني چې د دغه ولایت ناوې ولسوالۍ څو ورځې وړاندې شاوخوا دوه سوه وسله وال ورغلي، هغه د دغو کسانو ورتګ د جګړې یوه نوې توطیه بولي.

د دغو دوو ولایتونو چارواکي چې د سلګونو بهرنیو وسله والو د ورتګ خبرې کويلا تر اوسه یې د هغوی د فعالیت او هویت د څرنګوالي په اړه څه ندي ویلي.

خو ایا افغانستان د ګڼو بهرنیو وسله والو ورتګ دغه هېواد ته د داعش ډلې پښه هم ورکشوي که څنګه؟ هغه پوښتنه چې تر اوسه یې ځواب روښانه نه دی.

موږ غوښتل چې په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت غبرګون هم ولرو خو له هڅو سره سره بریالي نه شولو.