د افغان او ناټو پوځيانو عملیاتو کې درې طالب قومندانان وژل شوي

د انځور حقوق NDS
Image caption ښاغلي صدیقي دا هم وویل، په دې عملیاتو کې د معلم زکریا،‌ چې کاپیسا کې د طالبانو مالي مسؤول و او د ملا عبیدالله په نامه د طالبانو د عملیاتو چمتو کولو مسؤول هم وژل شوی.‌

د افغانستان ملي امنیت د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي مرستیال ‌والي د وژل کېدو ادعا کوي.

ددغې ادارې ویاند، حسیب صدیقي ویلي د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې عملیات شوي، چې د غفار شفق په نامه د طالبانو مرستیال والي پکې وژل شوی دی.

ښاغلي صدیقي دا هم وویل، په دې عملیاتو کې د معلم زکریا،‌ چې کاپیسا کې د طالبانو مالي مسؤول و او د ملا عبیدالله په نامه د طالبانو د عملیاتو چمتو کولو مسؤول هم وژل شوی.‌

تر اوسه طالبانو د ملي امنیت د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کاپیسا د کابل په شمال ختیځ کې پروت دی، چې له پلازمېنې نژدې اویا کیلومتره لیرې واټن لري.

د کاپیسا په ډېرو لیرو کلیوالو سیمو کې طالبان واکمن دي، چې وړاندې یې د دغه ولایت په مرکز او نورو ولسوالیو کې یې هم ډېر کله بریدونه کړي دي.

د ملي امنیت ویاند وايي، د کاپیسا وروستي عملیات د ناټو ځواکونو د هوايي بریدونو په ملتیا ترسره شوي ‌دي.

افغان امنیتي ځواکونو له تېرو دوو اونیو راهیسې کله چې د ناټو جګړه ییز ماموریت پای ته ورسېد، د افغانستان د خپلواکې دفاع لپاره مټې بډوهلې دي، چې د ناټو رول به د ملاتړي په توګه ورسره وي.

میدان وردګ

د ملي امنیت په یوه بل خبر کې راغلي، د کابل په سوېل لوېدیځ میدان وردګو ولایت کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر شنډ کړل شوی دی.

ملي امنیت وايي، دغه موټر په کابل کې چاودلو ته چمتو شوی و،‌ چې په تور یې یو کس نیول شوی هم دی.‌

کابل د نورو ولایتونو پرتله نسبتاً آرامه دی، خو ترې چاپېره (لوګر، کاپیسا او میدان وردګ) ولایتونو ته یې لارې پرانیستې دي، چې د حکومت وسله وال مخالفان له همدې لارو په کابل کې بریدونو ته خپل کسان لېږدوي.

ورته مطالب