اشرف غني د اسلام د پیغمبر کارتون بیا چاپېدل 'لوی سپکاوی' بللی

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر غني ټینګار کړی چې د وینا ازادي باید په سوله ییز ډول وي چې هېڅ کوم دین ته پکې سپکاوی نه وي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په فرانسوۍ چاري ابدو مجله کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د کارتون بیا خپرېدل غندلي دي.

د ولسمشرۍ له دفتره په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي غني دا کار د اسلام مقدس دین او د نړۍ مسلمانانو ته یو لوی سپکاوی ګڼلی.‌

د ویناپاڼې په وینا، د افغانستان ولسمشر د افغان مسلمان ملت په استازیتوب دغه ناوړه عمل غندي.

هغه ویلي، چې مقدساتو ته سپکاوی یو بشپړ نامسؤولانه عمل دی.‌

ولسمشر غني ټینګار کړی چې د وینا ازادي باید په سوله ییز ډول وي چې هېڅ کوم دین ته پکې سپکاوی نه وي.

د افغانستان ولسمشر ویلي، افغانستان د هر بل هېواد په پرتله له جګړو او ناخوالو ډېر کړېدلی دی.‌

د تېرې چارشنبې په ورځ د (چارلي ابدو) په نامه یوې فرانسوۍ مجلې د اسلام د ستر پیغمبر کارتون بیا چاپ کړی،‌ چې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې یې پروړاندې مظاهرې وشوې او د مجلې دا کار په سختو ټکو وغندل شو.

د کارتون تر چاپېدو مخکې پاریس کې د دغې مجلې پر دفتر وسله وال برید وشو،‌ چې د مجلې د کارکوونکو او کارتون جوړوونکو په ګډون لږترلږه ۱۲ کسان پکې ووژل شول.

فرانسې د برید کوونکو د لټون پرمهال په بېلابېلو سیمو کې عملیات وکړل، چې نورو برید کوونکو ځینې نور کسان د فرانسې په یوه خرڅلاوځي کې یرغمل کړل.‌

پر مجلې د مرګوني برید پړه په یمن کې د القاعدې شبکې یوه مشر پر غاړه واخیسته،‌ او د نورو ورته بریدونو ګواښ‌یې هم وکړ.‌

تر بریدونو وروسته په زیاترو اروپايي هېوادونو کې د ممکنه بریدونو د مخنیوي لپاره د تیارسئ حالت اعلان شو.‌

تېره ورځ، بلجیم کې هم د هغو مشکوکو اورپکو پرضد عملیات وشول،‌چې له سوریې ته ستانه شوي وو او بلجیم کې یې د بریدونو تابیا نیوله.‌

ورته مطالب