''هېڅ افغان زده کوونکی به ایران کې له زده کړې پاتې نه شي''

د انځور حقوق mehr
Image caption ویل کېږي، په ایران کې د بهرنیو زده کوونکو نژدې ۸۰ سلنه یې افغانان دي.

د ایران د ښوونې او روزنې وزیر علي اصغر فاني ویلي د هېواد نوي سیاست پربنسټ به په دې هېواد کې هېڅ کوم افغان زده کوونکی له زده کړې بې برخې پاتې نه شي.

ښاغلي فاني د ایران فارس خبري اژانس ته ویلي:‌ ''زموږ هڅه دا ده چې افغان زده کوونکي وکړای شي زموږ په ښوونځیو کې سبق ووايي او خپل هېواد ته له ډېرو تواناییو سره ستانه شي.''

د ښوونې او روزنې دغه ایراني وزیر دا هم ویلي،‌ چې دا مهال په ایراني ښوونځیو کې تر ۳۳۰ زرو ډېر افغان زده کوونکي سبق وايي.

سږ کال د ایران د ښوونې او روزنې وزارت اعلان وکړ، چې په نوي تعلیمي کال کې به له افغان زده کوونکو میاشتینی فیس نه اخیستل کېږي‌،‌ خو وروسته په ایران کې ځینو افغان کډوالو شکایت وکړ چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د میاشتني فیس کچه لوړه شوې ده.‌

د ښاغلي فاني د وینا پربنسټ،‌ د ایران دولت د هر افغان زده کوونکي له تجهیزاتو پرته د هغه پر ښوونې او روزنې یو میلیون او اته نیم زره تومانه لګوي.

ښاغلي فاني وویل:‌ ''ځینې افغان زده کوونکي په ایراني ښوونځیو کې په وړیا توګه شاملېږي، ځینې نور بیا د ځینو اجرآتو له کبله یوڅه لګښت پرې کوي؛‌ خو له ایراني زده کوونکو هم د لګښت همکارۍ ترلاسه کېږي.''

د انځور حقوق Isna
Image caption د ښوونې او روزنې دغه ایراني وزیر دا هم ویلي،‌ چې دا مهال په ایراني ښوونځیو کې تر ۳۳۰ زرو ډېر افغان زده کوونکي سبق وايي.

نوموړی زیاتوي، د افغان زده کوونکو د لګښت نژدې نهمه برخه به د قسط په ډول ورکول کېږي.‌

ویل کېږي، په ایران کې د بهرنیو زده کوونکو نژدې ۸۰ سلنه یې افغانان دي.

په وروستیو کلونو کې د ایران په ښوونځیو کې د بهرنیو وګړو د بچیانو پر زده کړې محدودیتونه لګول شوي وو،‌ چې تر ډېره په بهرنیو وګړو کې افغانان او عراقیان شامل دي.

په تېرو نژدې څلورو لسیزو کې،‌ ایران د میلیونونو افغان کډوالو کوربه و خو ډېر کله له افغان کډوالو سره د زورزیاتي د ناوړه پېښو خبرونه ورکړل شوي دي.