د افغانستان سیاسي جوړښت څومره دیموکراتیک دی؟

سږکال په بریتانیا کې د پارلمان د جوړېدو ۷۵۰ کالیزه ده، په همدې پلمه د بي بي سي نړیواله ځانګه په بېلا بېلو ژبو د ډیموکراسۍ په اړه ځانګړې خپرونې لري.

په دې مطلب کې د افغانستان د سیاسي جوړښت په اړه د دې هېواد اساسي قانون پر بنسټ جزییات ورکړل شوي چې د افغانستان سیاسي نظام له قانوني پلوه څومره دیموکراتیک دی؟

ولسمشر

د افغانستان سیاسي نظام ریاستي دی، ولسمشر نیغ په نیغه د خلکو په رایو غوره کېږي.

د افغانستان ولسمشر د درې ګونو قواوو یا په بله اصطلاح د دولت مشر هم دی.

ولسمشر دوه مرستیالان لري، د ولسمشر مرستیالان هم د ولسمشر په څېر د خلکو په رایو ټاکل کېږي او ولسمشر د خپلو مرستیالانو د ګوښه کولو حق نه لري.

د افغانستان په اساسي قانون کې د قواوو پر بېلوالي ټینګار شوی خو په عین حال کې ولسمشر د درېګونو قواوو مشر معرفي شوی دی.

د سترې محکمې مشر او غړي ولسمشر معرفي کوي.

د اساسي قانون د ۶۴ مادې په ۱۲ بند کې د ولسمشر د واکونو په اړه راغلي چې "ولسمشر به د افغانستان د جمهوري دولت مشري کوي، د اجراییه، تقنینیه او قضاییه په برخه کې به خپل واکونه د دې اساسي قانون له احکامو سره سم کاروي."

د افغانستان ولسمشر د ټولو قواوو قوماندان هم دی.

د افغانستان ولسمشر په هېڅ وجه د ملي شورا "ولسمي جرګې او مشرانو جرګې" د لغوه کولو حق نه لري. خو په بیړنیو حالاتو کې هغسې چې په قانون کې راغلي د ولسي جرګې ځیني واکونه د ولسي جرګې په ټینګار ولسمشر ته لېږدلی شي.

د انځور حقوق Reuters

مقننه قوه

په اساسي قانون کې ملي شورا د قانون د پلي کولو غوره مرجع بلل شوې چې "د ټولو خلکو د ارادې استازیتوب کوي."

ملي شورا له دوو جرګو جوړه ده چې یوه یې ولسي جرګه او بله یې د مشرانو جرګه ده.

د ولسي جرګې ټول غړي د خلکو په رایو د پنځو کلونو لپاره غوره کېږي.

د مشرانو جرګې دوه پر درې برخې هم د خلکو له خوا غوره کېږي او یوه برخه یې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.

وزیران، د ملي امنیت مشر، د مرکزي بانک مشر او د سترې محکمې غړي باید له ولسي جرګې نه د باور رایه واخلي.

که ولسمشر هغه قانون چې د ولسي جرګې له خوا تصویب شوی وي لاسلیک نه کړي او بېرته یې ولسي جرګې ته واستوي او د ولسي جرګې دوه پر درې برخې غړي یې بیا تصویب کړي، قانون عملي کېږي.

ولسمشر د ملي شورا د لغوه کولو حق نه لري، خو که ولسمشر د ولسي جرګي د دوه پر درې برخې غړو له خوا په ملي خیانت او یا جنایت تورن شي، ولسي جرګه کولای شي د لویې جرګې غوښتونکې شي، که لویه جرګه هم د ولسي جرګي له خوا لګول شوي تورونه تایید کړي، د ولسمشر دنده ځنډول کېږي او یو ځانګړې محکمه به د تورونو د څېړولو په خاطره جوړه شي.

د انځور حقوق AP

قضایه قوه

"ستره محکمه تر ټولو معتبره قضايي اداره ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قضاییه قوې په سر کې ده."

ستره محکمه نهه غړي لري چې درې غړي یې د څلورو کلونو لپاره، درې یې د اوو کلونو لپاره او درې نور یې د لسو کلونو لپاره د ولسمشر له خوا معرفي کېږي خو باید له ولسي جرګي نه د باور رایه واخلي.

هېڅ څوک نه شي کولای چې په دویم ځل د سترې محکمې غړی شي.

لویه جرګه

په اساسي قانون کې لویه جرګه "د خلکو د ارادې معتبره تمثیلوونکې" تعریف شوې او یوازینې بنسټ دی چې د اساسي قانون د بدلولو حق لري. د اساسي قانون لویه جرګه، له سنتي لویې جرګې سره توپېر لري او تر اوسه هېڅکله په افغانستان کې نه ده جوړه شوې.

د اساسي قانون د لویې جرګې عړي په دې ډول دي:

د ملي شورا ټول غړي، د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو مشران.

وزیران، لوی څارنوال او د سترې محکمې غړي په جرګې کې د ګډون حق لري خو د رایې ورکولو حق نه لري.

د اجراييه او څارنې برخې

حکومت یا اجراییه قوه په افغانستان کې په دریو برخو ویشل شوی.

لومړی: د وزیرانو شورا/حکومت چې چارې یې د ولسي جرګې له خوا څارل کېږي.

دویم: والیان چې چارې یې د ولایتي شوراګانو له خوا څارل کېږي.

دریم: ولسوالان چې چارې یې د ولسوالیو د شوراګانو له خوا څارل کېږي.

په اساسي قانون کې د ښاروالۍ او ښاري شوراګانو لپاره هم ټاکنې شته خو افغانستان تراوسه د ولسوالیو شوراګانې او منتخب ښاروالان نه لري.

د انځور حقوق none

ټاکنې

په افغانستان کې د ټاکنو ترسره کوونکی د ټاکنو کمېسیون دی.

د دې کمېسیون نهه تنه غړي د ولسمشر له خوا معرفي کېږي او هغوی له خپلو مینځنو یو کس د کمېسیون د مشر په توګه غوره کوي.

دغه کمېسیون خپلواک بلل شوی او اجراییه قوه د ټاکنو په ترسره کولو کې رول نه لري.

د ټاکنو په کمېسیون کې د ټاکنېزو شکایتونو کمېسیون هم شته چې دنده یې د انتخاباتي سرغړونو څیړنه ده.

د ټاکنو پایلې یوازې په هغه صورت کې اعلانېږي چې د ټاکنېزو شکایتونو د کمېسیون له خوا تایید شوې وي.

په افغانستان کې د ټاکنو سیستم "د یوې نا لېږدونکې رایې" دی.

که څه هم په افغانستان کې له ۱۰۰ ډېر سیاسي ډلې ثبت شوې خو سیاسي ډلې نه شي کولای چي په ولسي جرګه یا مشرانو جرګه کې کومه څوکۍ ولري.

د ملي یوالي د حکومت ځانګړنه

اوس مهال د افغانستان حکومت د یوې سیاسي هوکړې له مخې جوړ شوی چې د اجراییه رییس په نامه څوکۍ هم لري.

اجراییه رییس او مرستیالان یې د کابینې غړي دي.

په پام کې ده چې د ملي یوالي حکومت د اساسي قانون لویه جرګه وبلي چې په اساسي قانون کې د بدلون په اړه بحث وکړي.