راپور: له خبريالانو سره ډېر زورزياتی 'حکومتي کسان' کوي

Image caption د بشري حقونو څار ډلې پر افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د طالبانو په ګډون پر نورو وسله والو ډلو غږ وکړ چې د خبریالانو له وهلو، ګواښلو او وژنو لاس واخلي

د بشري حقونو دڅار نړیوالې ادارې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په پرتله د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مسوولیت تر ډیره پر حکومتي او یا هم په حکومت پلوو کسان اچول کیږي،خو وايي لاهم طالبان او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او خبریالانو پر وړاندې لویې ننګونې بلل کیږي.

حفيظ الله معروف په خپل راپور کې کاږي، په هغه ۴۶ مخیز څیړنیز رپوټ کې چې دغې ادارې په کابل کې خپور کړ، له دولت او نړیوالو بسپنه ورکونکو هیوادونو غوښتنه شوې چې د خبریالانو د خونديتوب لپاره دې کړې ژمنې پوره کړې.

د افغان خبریالانو لپاره په تیرو ۱۳ کلونو کې د طالبانو او نورو وسله والو ډول ګواښونه لویې ننګونې بلل کیدې، خو اوس د دې ترڅنګ د بشري حقونو دڅار ډلې د موندنو له مخې تر ډیره دولتي چارواکي او یا هم دولت پلوي کسان د دغو ګواښونو مسوول ګڼل شوې دي.

له خبریالانو د دولت کمزوری ملاتړ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د مرستو کموالی، دارنګه د خبریالانو د قضیو نه تعقیبول، خبریالانو ته د زورواکانو خبرداری او د طالبانو کواښونه د دغه رپوټ مهمې موندنې دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار ډلې څیړونکې، پاټریشیا ګاسمن چې دغه رپوټ یې چمتو کړی، په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دوی موندنې ښيې چې په ۲۰۱۴ کې خبریالانو د بریدونو او ګواښونو ډیر مسوولیت د حکومتي چارواکو او زوراکانو په غاړه دی.

طالبان لا هم ګواښ

''د بریدونه ډیره برخه د حکومته پلوه کسانو او یا هم حکومتي ځواکونو له خوا شوې دي. خو دا دې مانا نه لري چې د وسله والو په بریدونو کې کموالی راغلي، لا هم د طالبانو او ترهګرو بریدونه خورا جدي دي. خو په نامتوازن ډول ډیر ګواښونه د حکومت له لورې دي''.

اغلې ګاسمن وايي، خپلې موندنې ځکه اوس خپروي چې نوی حکومت د ژورنالیستانو او وینا ازادۍ په اړه خپلې ژمنې پلې کړې.

د بشري حقونو څار ډلې پر افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د طالبانو په ګډون پر نورو وسله والو ډلو غږ وکړ چې د خبریالانو له وهلو، ګواښلو او وژنو لاس واخلي.

په افغانستان کې د رسنیو ملاتړې ډلې هم د بشري حقونو دڅار ډلې له موندنو سره همغږې دي. د افغانستان د ازادو رسنیو دملاتړ ادارې نی مشر، مجیب خلوتګر وايي: ''د بشري حقونو د څار ډلې موندنې حقیقت لري، ځکه دغه ډول ګواښونه د افغانستان په ډیرو سیمو کې شته''.

د بشري حقونو د څار ادارې په رپوټ کې درانګه راغلي چې په تیرو ۱۳کلونو کې د افغانستان رسنیو کمساری پرمختګ کړی خو وايي چې له دغه هیواد د بهرنیو ځواکونو وتلو او د نړیوالې ټولنې د مرستوکموالی دغه بهیر له ګواښ سره مخا مخ کړی دی.

د بشري حقونو د څار ډله پردولت پړه اچوي چې د خبریالانو دخوندیتوب لپاره یې لازم کارونه نه دي کړي او نه یې هم پر ژونالیستانو دبریدونو مجرمان محاکمه کړې دي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو وزرات پخوانی مرستیال غلام نبي فراهي وايي په ځینو شرایطو کې د خبریالانو خوندیتوب ګران وي: ''موږ په هر ډول حالاتو کې د خبریالانو ملاتړ کوو، خو په ځینو شرایطو کې لکه د واده په مراسیمو او نورو حالاتو کې بیا دغه کار ګران وي''.

د بشري حقونو د څار په دغه تازه رپوټ کې دارنګه ویل شوي د افغانستان دودیزې ټولنې ته په پام سره، په دغه هیواد کې د ښځینه خبریالانو لپاره له جنسي پلوه ځورنې هم ډیرې شوې دي.

په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو په اړه د بشري حقونو د څار ادارې رپوټ پر داسې مهال خپریږي چې ۲۰‍۱۴ کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو ننګونکی کال بلل شوی دی.

ورته مطالب