''پاکستان دې توندلاريتوب د وسلې په توګه نه کاروي''

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي ويلي د پاکستان له لوري د توندلارو پر ضد اعلان شويو عملياتو ته هيلمن دی، خو اوسمهال د پاکستان په تګلاره کې کوم بدلون نه ليدل کېږي.

له ولسمشرۍ وروسته له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي کرزي وويل هغه مهال چې پاکستان د يوې وسيلې په توګه د توندلاري کارول ودروي، وضعيت به ښه شي.

ده دا هم وويل چې د پاکستان ساسي مشرتابه په سيمه کې ټيکاو غواړي، خو له دوی سره دا توان نه شته دی.

په پېښور کې پر يوه ښوونځي د وسلوالو له بريد وروسته د پاکستان په تګلاره کې د بدلون په اړه حامد کرزي وويل: ''زه د دې بدلون هيله کوم. ما فکر کاوه چې دغه بدلون به کلونه مخکې راشي. ما دا فکر هم کاوه چې په جوماتونو او ولسي وګړو له بريدونو سره به دا بدلون راشي، خو داسې و نه شول''.

ښاغلي کرزي وويل: ''اوس زه هيله لرم چې پر ښوونځي له بريد وروسته ښايي دا بدلون راشي. پاکستان بايد په بنسټيز ډول د وسلې په توګه د توندلارۍ کارول ودروي. هغه وخت چې دا ودرېږي نو هر څه به سم شي''.

د انځور حقوق Reuters
Image caption حامد کرزی وايي، د ترهګرۍ خلاف جګړه په غلط ځای کې کېده. دا باید په افغانستان کې نه وای شوې. ما له امريکايي چارواکو سره په ليدنو کې دا خبره بيا بيا کړې ده.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ستا د واکمنۍ پر مهال د کابل او اسلام اباد اړيکي تر ټولو ټيټې کچې ته لوېدلې وې، ښاغلي کرزی وويل: ''دوی داسې اړيکي غوښتل چې افغانستان په کې خوښ نه وي. افغانستان بايد له خپلې ازادۍ او بهرنۍ پاليسۍ لاس واخلي او پاکستان او د پاکستان امنیتي ادارو افغانستان د يوه کمزوري او تابع هېواد په توګه کتل غوښتل، چې موږ دا نه غوښتل''.

کرزي د خبرو پر مهال پر پاکستان سختې نيوکې وکړې ويې ويل چې اسلام اباد ته يې پيغام دا دی چې توندلاري د يوه نسل يا قوم د کمزوري کولو لپاره د يوې وسيلې په توګه و نه کاروي او کارول پرېږدي.

''ما له پاکستان سره د اړيکو په ښه کولو کې ډېرې هڅې وکړې. موږ نن هم له پاکستان سره د برابرۍ پر بنسټ د اړيکو غوښتونکي يو. په افغانستان کې تر هغه امنيت نه ټينګېږي تر هغه چې دواړه هېوادونه هڅه و نه کړي''.

حامد کرزي وویل: ''د ترهګرۍ خلاف جګړه په غلط ځای کې کېده. دا باید په افغانستان کې نه وای شوې. ما له امريکايي چارواکو سره په ليدنو کې دا خبره بيا بيا کړې ده.''.

د حامد کرزي په وينا د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزیرستان کې د پوځي عملياتو د پيل پر مهال يې د اسلام اباد د ملاتړ غوښتلو په ځواب کې يو ليک وليکه او په هغه کې يې په روښانه ډول ليکلي و، چې دغه عمليات بايد د توندلارو، د هغوی پر پټنځايونو او اډو وشي، نه د وزيرستان پر خلکو.

ښاغلی کرزی وايي: ''د ميرانشا پر بازار بمباري د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه نه ده. موږ پوهېږو چې د وزيرستان د خلکو پر وړاندې عمليات د ترهګرۍ پر ضد د عملياتو پيلول نه دي. موږ د ترهګرو او د هغوی پر پټنځايونو عمليات غواړو''.

ورته مطالب