له نوماند وزیرانو نه د پوښتنو او ځوابونو دوهمه ورځ

Image caption دغو نوماندانو ته به په راتلونکې اوونۍ کې رای ورکول کېږي.

د پوښتنو او ځوابونو په دوهمه ورځ د ملي یووالي حکومت د عامې روغتیا، کانونو او مخابراتو نوماند وزیرانو او د ملي امنیت ریاست نوماند مشر خپل پنځه کلن کاري پلانونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل.

دغو نوماندانو ته به په راتلونکې اوونۍ کې رای ورکول کېږي.

د ملي امنیت ریاست نوماند مشر رحمت الله نبیل، د عامې روغتیا نوماند وزیر فیروزالدین فیروز، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ نوماند وزیر برنا کریمي او د کانونو او پټرولیم نوماند وزیر داود شاه صبا د پنجشنبې پر ورځ (جنورۍ ۲۲مه) ولسي جرګې ته حاضر شول.

جاسوسان او د افغانستان ملي امنیت

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ملي امنیت ریاست نوماند مشر رحمت الله نبیل د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو کشفول او شنډول، د جاسوسۍ ضد پلانونه، د ګواښونو د ارزولو لپاره د یو مرکز جوړول او د اقتصادي جرمونو پر وړاندې مبارزه په راتلونکې کې د خپل کار لومړیتوبونه وګڼل.

د خلکو استازو پوښتنې تر ډېره په حکومت کې له جاسوسانو او په امنیتي ځواکونو کې د مخالفینو د نفو‌ذي کسانو سره د چلند او د ملي امنیت د ځواکونو د سمبالولو په اړه وې.

ښاغلي نبیل وویل چې د ملي امنیت د ځواکونو د سمبالولو په برخه کې کافي اندازه پانګونه نه ده شوې خو "ملي امنیت له توپ او ټانک نه ډېر انګېزې ته اړتیا لري چې د ملي امنیت په ځواکونو کې شته".

نوموړي په ملي امنیت او حکومت کې د نفوذي کسانو او جاسوسانو په اړه وویل چې افغانستان څو میلیونه کډوال لري او د څلویښتو کلونو د جګړې په موده کې تګ راتګ افغانستان ته تاوان رسولی دی.

هغه زیاته کړه: "ستونزې حتما شته خو په دې معنا نه دي چې ګنې زموږ کارکونکو کې د وطن پالنې انګیزه کمه شوې ده. موږ داسې کارکونکي نه دي لرلي چې وسله یې اخیستې وي او خپل ملګري یا بهرني ځواکونه یې وژلي وي".

ښاغلي نبیل وویل چې دوی د جاسوسانو په افشا کولو کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي خو ډېری دغه ډول خلک له فکري لحاظه بهرنیانو لپاره کار کوي او د دغه ډول خلکو پر وړاندې مبارزه ګران کار دی.

بهر د ناروغانو سفر او د پانګونې تېښته

د عامې روغتیا نوماند وزیر فیروزالدین فیروز افغانستان کې د روغتیا د شته ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل چې هڅه به وکړي په دغه وزارت کې د خپلې کاري تجربې په مټ ستونزې حل کړي.

هغه بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د سفرونو د مخنیوي په موخه د روغتیايي خدمتونو ښه والی، د شخصي روغتونونو څار او د روغتیا په برخه کې د خصوصي پانګونې جلبول د خپل پلان مهم کارونه وبلل.

د خلکو استازو له نوموړي نه د افغانانو له لورې د روغتیا لپاره په بهرنیو هېوادونو کې د لګول شویو ۳۵۰ میلیون ډالرو، د څه دپاسه یو میلیون روږدو کسانو درملنې او په ټول هېواد کې د روغتیا د خدمتونو په اړه پوښتنې وکړې.

"د ویده ښامار لاندې خزانه"

د کانونو او پټرولیم نوماند وزیر داود شاه صبا ولسي جرګې ته وویل چې که د کانونو او منرالونو له سرچینو په سم ډول کار واخیستل شي نو کولی شي د اقتصاد په وده کې مهم رول ولوبوي.

هغه وویل پیل کې به د کانونو وزارت د تشکیل د ظرفیت او پالیسۍ په تړاو ارزونه ترسره کړي.

ښاغلي صبا د مشورتي شورا، د پالیسۍ جرګې جوړول، د قیمتي ډبرو د دایمي نندارتون جوړول، د تړونونو څار، ځايي خلکو ته د سرچینو نه د ګټې اخیستلو په برخه کې ونډه ورکول او او د منځنۍ کچې د پانګونې جلبول د خپل کاري پلان مهم هدفونه وبلل.

د هغه د کاري پلان په اړه ولسي جرګه کې استازو د مافیا له لورې د کانونو د را ایستلو چې (د ښامار لاندې خزانه) بلل شوې او له هېواده بهر یې د قاچاق په تړاو مهمې پوښتنې وکړې.

د کانونو وزارت نوماند وویل: "که د کانونو په سکتور کې فساد او مافیايي لوبې وزغمل شوې نو افغانستان به ویجاړ شي".

د تیلیفوني خبرو او اړیکو د څار مخنیوی

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت نوماند وزیر برنا کریمي وايي چې د پنځو کلونو هدفونو لپاره د ستراتېژیک کاري پلان جوړول او د عملي کولو طرحه یې هغه کارونه دي چې د تاید رای تر لاسه کولو وروسته به یې دی ترسره کوي.

هغه زیاته کړه چې د فایبر نوري پروژې بشپړول، انټرنټ ته د ټولو افغانانو لاسرسی، د پوستي خدمتونو ښه والی، د ټولو مخابراتي خدمتونو معیاري کول او په نړیوال بازار کې سیالي د هغه کاري هدفونه دي.

ولسي جرګه کې استازو د مخابراتي خدمتونو د کیفیت او بیو په اړه د پوښتنو په ګډون، له نوماند وزیر نه پوښتنه وکړه چې هغه څنګه کولی شي افغانستان کې د تیلیفوني خبرو او اړیکو د اورېدو مخه ونیسي؟

ښاغلي کریمي د دغو پوښتنو په ځواب کې وویل هڅه به وکړي چې د سیالۍ، د کیفیت لوړوالي او د بیو ټیټولو په موخه یو حقوقي چوکاټ جوړ کړي.

نوموړي ټینګار درلود چې د اساسي قانون پر بنسټ خبرې او اړیکې باید محرمیت ولري او دا چې هغه محرمیت د ملي امنیت یو اصل بولي.

هغه وویل چې په خپلو لومړنیو ګامونو کې به په دې اړه یوه ارزونه ترسره کړي او ولسي جرګې ته به د اړیکو د محرمیت د څرنګوالي په اړه راپور ورکړي.