افغانستان ته د ترکمنستان صادراتي برېښنا ۵۰۰ مېګاواټه کېږي

د انځور حقوق arg

ترکمنستان ژمنه کړې چې افغانستان ته صادرېدونکې برېښنا به له ۳۰ میګاواټه ۵۰۰ مېګاواټو ته پورته کړي، او د واړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه به په روان میلادي کال کې دوه برابره شي.

دغه ژمنې ترکمنستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په ترڅ کې وشوې.

د اقتصادي همکاریو پرمختګ، ترانزیت، سوداګري او کلتوري پرمختیا، له ترهګرۍ سره مبارزه او د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی هغه ژمنې وې چې په یوې ګډې اعلامیه کې ځای پر ځای شوې وې او دواړو ولسمشرانو لاسلیک کړه.

د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او ګورجستان ترمنځ د ترانسپورتي دهلېز جوړول د همدغې اعلامیې چې دولس مادې لري یوه برخه ده.

په یادې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د لا زیاتو اقتصادي او سوداګریزو مرستو لپاره دې یو بین الحکومتي کمیسیون جوړ شي.

دغه هوکړه لیک وروسته له هغې چې ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره په عشق اباد کې وکتل، لاسلیک شو.

د ترکمنستان ولسمشر ژمنه وکړه چې افغانستان ته صادرېدونکې برېښنا به ۵۰۰ میګاواټه ته پورته شي او د واړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه به په روان میلادي کال کې دوه برابره شي.

اوس مهال افغانستان له ترکمنستان څخه دیرش میګاواټه بریښنا پېري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه په کال کې له یو میلیارد ډالرو څخه لوړه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د ترکمنستان نوې ژمنه جوړونکې ګڼي. د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي که دغه ژمنې عملي شي افغانستان به د یو شمیر هیوادونو له غوښتنو خلاص شي.

د ترکمنستان ولسمشر ژمنه وکړه چې هیواد به یې د هرات ولایت په ارغنداب کې یو زیږنتون جوړوي. په شبرغان کې به دارالایتام جوړ کړي او همدا راز به په آقینه او اندخوی کې جامع جوماتونه هم جوړوي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل چې له ترکمنستانه ددغې کچې برېښنا په واردولو سره هڅه کوي چې افغانستان په سیمه کې د برېښنا په مرکز بدل کړي.

له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ګازو د پټلۍ غځول، د افغانستان ایران ترکمنستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنې د پټلۍ جوړول د دغې لیدنې څو نور ټکي وو.

ترکمنستان د افغانستان له شمال او شمال لوېدیځ سره ۷۴۴ کیلومتره ګډ سرحد لري.

د انځور حقوق .
د انځور حقوق .
د انځور حقوق .
د انځور حقوق .
د انځور حقوق .
د انځور حقوق .

ورته مطالب