آصف ننګ د فراه والي ټاکل شوی

آصف ننګ د انځور حقوق .
Image caption ښاغلی ننګ په تېرو ۹ کلونو کې د افغان حکومت په بېلابېلو پوستونو کار کړی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پوهنې وزارت مرستیال آصف ننګ د فراه د والي په توګه ټاکلی دی.‌

تېره اونۍ،‌ د افغانستان ولسمشر د فراه ولایت شپږ چارواکي له دندو ګوښه کړل،‌ چې ظاهراً یې د ګوښه کېدو لامل فساد کې ککړتیا ښودل شوې وه.

۴۳ کلن آصف ننګ پکتیکا ولایت کې زیږېدلی، تر لیسانس دورې پورې یې په اقتصاد کې لوړې زده کړې کړې دي.

ښاغلی ننګ په تېرو ۹ کلونو کې د افغان حکومت په بېلابېلو پوستونو کار کړی.

ښاغلي ننګ بي بي سي ته وویل، د کار لومړیتوب به یې دا وي چې د فراه ګمرکونه عصري کړي او ددغه ولایت نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

فراه د افغانستان په لوېديځ کې له ایران سره ګډه پوله لري، چې له نسبتاً‌ نا امنه ولایتونو ګڼل کېږي.

د افغانستان ولسمشر څو ورځې مخکې د لوېديځ‌ هرات ولایت ځینې چارواکي هم له دندو ګوښه کړل،‌ خو د هرات لپاره یې تر اوسه نوی والي نه دی ټاکلی.

ورته مطالب