افغانستان ولې لاهم حکومت نه لري؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر غني د کابینې کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل

د افغانستان پارلمان د نوې کابینې وزیرانو ته پر داسې مهال د باور رایو ورکول پیل کړي، چې د کاندید شویو وزیرانو د وړتیاوو په اړه بحثونه ګرم شوي دي.

افغانستان له تېر سپتمبر راهیسې هغه مهال حکومت نه درلود،‌ چې ولسمشر محمد اشرف غني له خپل مخکني ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله سره واک شریک کړ او په دې پلمه یې د ملي یووالي حکومت جوړ کړ.‌

د دوی ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې د وزیرانو د معرفي کولو پر چارې لانجې او بحثونه روان وو،‌ چې ظاهراً یې پلمه دا وه د وړ کسانو او د هېواد سیمو او قوي سیاسي انډول ته په پام سره به د نوې کابینې وزیران معرفي کوي.

خو د وزیرانو د انتخاب په برخه کې ددوی له غوراوي د تېرې اونۍ پر سې شنبې هغه پرده پورته شوه چې ولسمشر اشرف غني پخپله له کاندید وزیرانو سره پارلمان ته د دوی د معرفي کولو لپاره ولاړ.‌

  • د کرنې او مالدارۍ لپاره نوماند وزیر یعقوب حیدري وروسته تر هغه د کاندید وزیرانو له لسته لیرې شو، چې په نړیوالو پولیسو (انټرپول) کې د استونیا له مالیې نه د تښتېدلو کسانو او فساد کوونکو په لست کې نوم راغلی؛‌ دی وايي د سیاسي دسیسې قرباني شوی دی.
  • د مالیې وزیر غلام جیلاني پوپل هم د ځینو شخصي عواملو له کبله له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شو.
  • د اوبو او انرژۍ لپاره کاندی وزیر محمود صیقل هم پارلمان ته تر معرفي کېدو لږ مخکې له لسته وایستل شو او د افغانستان له لوېديځ نه یې یوبل کس ځای ناستی شو.‌
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغان وکیلان ټینګار لري چې یو پاسپورت لرونکی وزیر خپل هېواد ته د وفادارۍ ښودلو په مانا دی

وېشل شوې وفاداري؟

خو د کاندید وزیرانو په اړه تر ټولو لویه مساله د هغوی دوه ګونی تابعیت دی.‌

پارلمان له وړاندې نه اوه کاندید وزیران د دوه ګونو تابعیت لرلو له کبله رد کړل.‌

د پارلمان مرستیال مشر صالح محمد سلجوقي بي بي سي ته وویل، دوه تابعیت لرونکي نوماند وزیران حق نه لري چې د دویم تابعیت په لرلو سره پارلمان ته د باور رایې اخیستو لپاره راشي:‌

((موږ له ولسمشر د نویو کسانو معرفي کېدل وغوښتل.))

د پارلمان له خوا په رد کړای شویو نوماند وزیرانو کې د بهرنیو چارو،‌ کورنیو چار او عدلیې وزارتونو په څېر مهم وزیران هم وو.‌

په درو ښځينه کاندید شویو وزیرانو کې ای سلطان خیري هم رد شوې وه.‌

د پارلمان غړو دا غوښتنه لرله چې دویم پاسپورت د وزیر باور له لاسه ورکوي، ځکه چې د کومې ناوړه قضیې یا فساد په تړاو د څارنوالۍ له منګولو په اسانۍ سره له هېواده وتلی شي.

نورو بیا دا ویل چې دوه ګونی تابعیت د وفادارۍ نه لرلو په مانا دی.

تېره میاشت، زیاترو وکیلانو پرېکړه وکړه چې دوه تابعیت لرونکو نوماند وزیرانو ته به د باور رایه نه ورکوي.

د افغانستان په اساسي قانون کې د دا ډول کاندیدانو په اړه په صراحت سره څه نه دي راغلي،‌ خو پارلمان ته دا واک ورکړل شوی چې دوه ګوني تابعیت لرونکو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړي او یا یې ورنه کړي.

خو اوس داسې رپوټونه شته، ‌چې ګني د پارلمان غړي هڅول شوي چې له دې موضوع سره په نرمۍ چلند وکړي.

د شمالي بلخ ولایت وکیل فرهاد عظیمي بي ب‍ی سي ته وویل:‌ ((بهرني تابعیت لرونکي افغانان افغانستان ته ژمن دي او دوی له نسلونو راهیسې افغانان دي او هېڅکله بهرنیان نه ګڼل کېږي. زه به دوی ته د باور رایه ورکړم.))

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د تېرو لسیزو جګړو د اوسني حکومت پر جوړښت هم اغېز کړی

د جګړې میراث

خو دا ډول قضیې په عامو افغانانو کې ډېر اغېز لري.

د بي بي سي افغانستان خپرونو په یوه تیلیفوني پروګرام کې ګڼو افغانانو وړاندیز وکړ چې په هېواد کې تر دې مهمې قضیې شته چې حل او فصل ته اړتیا لري.

بشیر وايي، دوه ګونی تابعیت مهم نه دی ((مهم دا دي چې کاندید وزیران مسلکي کسان وي.))

یوه بل مینه وال حشمت الله ویلي ((دوه ګونی تابعیت باید مهم ونه ګڼل شي. دغه خلک بهر ته نه ځي او نه هم د بل هېواد په تابعیت لرلو خوښ دي. دوی په هېواد کې د جګړې له کبله بهر ته کډوال شوي. ‌موږ دغو خلکو ته اړتیا لرو.))

خو ځینې نور بیا دوه تابعیته لرل جدي موضوع بولي.

مبصر معروف وايي، وزیران باید یوازې د افغانستان تابعیت ولري، چې په دې سره دوی خپل هېواد ته بهتره خدمت کولی شي. یو بل اورېدونکی فواد رجب هم پر دې نظر دی:‌ ((دوه ګوني تابعیت لرونکي نوماند وزیران خلکو او هېواد ته ژمن نه دي.))

دغه بحث په افغانستان کې د جګړې د میراث یو ډول انعکاس دی، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې یې په اور کې افغانستان سوځي، چې د همدې جګړې او ناخوالو له کبله میلیونونه افغانان کډوالۍ او په بهر کې اوسېدو ته اړ شول.

د تېرو جګړو او کورنیو شخړو له کبله د افغانستان د رسمي اسنادو او د افغانانو د تعلیمي اسنادو منظم سیستم ختم شوی و.‌

د خواله په رسنیو کې هم د کاندیدانو د لوړو زده کړو په اړه تاوده بحثونه پیل شوي، په تېره بیا د ښځینه کاندیدانو په اړه بحثونه ډېر شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت ته د نوماندې وزیرې خاطره افغان انځور ډېر خپور شوی، چې ګڼو ورسره لیکلي چې د وزارت لپاره تر ټولو ځوانه کاندید وزیره ده.‌

وزیران باید لږترلږه ۳۵ کاله عمر ولري. خو په یوه بل انځور کې د خاطرې عمر ۳۸ کاله ښودل شوی.

یوه بله اندېښنه دا هم ده چې کاندید وزیرانو شاید د ولسي جرګې غړو ته د باور رایې اخیستو په مقابل کې پیسې ورکړې وي.

په داسې حال کې چې افغانستان کې د فساد لمن پراخه شوې ده، اوس داسې وېره هه ده چې ګني کاندید وزیرانو شاید د باور رایې په پیسو اخیستې وي.

فرهاد عظیمي وايي: ((په تېر کې حکومت پخپله د فساد لپاره زمینه برابره کړې وه.))

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر غني خپل مخکینی ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله په واک کې ورسره شریک کړ او د ملي‌ یووالي په نامه حکومت یې جوړ کړ

خو د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي بي بي‌ته وویل: ((په ډاډ سره وایم هغه وزیر چې وکیلانو ته پیسې ورکړې وي، هغه به سر له اوسه زموږ وزیر نه وي.‌))

ولسمشر غني پخپله هم پارلمان ته په وینا کې وویل: ‌((خلک له فساده ستړي شوي دي. که هر یو وزیر په فساد تورن شي،‌ نو له هماغه وخته به استعفا کوي یا به څارنوالۍ ته معرفي کېږي. آن که ما هم دا تېروتنه وکړه،‌ همداسې راسره وکړئ.))

ګڼ څارونکي له دې سره موافق دي، چې اوسنۍ کابینه د تېرې هغې په پرتله یو ښه بدلون دی، زیاتره نوې څېرې دي چې تر دېره یې په غوراوي کې د هغوی تعلیم او وړتیا په پام کې نیول شوې.

خو ګڼ نور بیا پوښتي، دا چې ولسمشر هر کاندید وزیر له هره اړخه ارزولی او ډېر وخت یې پرې ضایع کړی دی، ولې له ځینو لانجو سره سره پارلمان ته معرفي شول.‌ خو د ولسمشر غني ویاند وايي، د کاندید وزیرانو په غوراوي کې تر ټولو لومړی تمرکز د هغوی پر زده کړو و،‌ خو وايي‌((موږ به په راتلونکې کې ډېر محتاط اوسېږو.))