''افغانستان د سيمې د بې کيفيته توکو په بازار بدل شوی''

د انځور حقوق Netra KC
Image caption د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي افغان سوداګر د خلکو د تقاضا او اقتصادي وضعيت له مخې افغانستان ته توکي واردوي

د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی وايي افغانستان د سيمې هېوادونو د بې کيفيته توکو مصرفوونکی بازار دی. ده له نورم او ستندرد ادارې وغوښتل چې د بې کيفيته توکو د واردولو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړی او يو ملي پلان جوړ کړي.

احمد ضياء مسعود وايي افغانستان ته د وارداتي توکو لويه برخه له نړیوال معيار نه برخمن نه دي او د دا وړ توکو ډېر زيان خلکو ته رسېږي.

د نورم او ستندرد اداره د کنټرول په برخه کې ستونزې مني، خو وايي په وروستيو کلونو کې يې د بې کيفيته توکو د مخنيوي لپاره يو لړ ګامونه پورته کړي دي.

عبدالله ستانکزی په خپل راپور کې کاږي، د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی احمد ضياء مسعود د نورم او ستندرد ادارې د کار ارزولو په موخه دغې ادارې ته ورغلی و. ښاغلی مسعود وايي افغانستان ته ډېری وارېدونکي توکي بې کيفيته دي او دغه هېواد د سيمې هېوادونو د بې کيفيته توکو په مصرفوونکي بازار بدل شوی دی.

دی وايي: ''که مارکېټ ته ولاړ شئ او وغواړئ دوا واخلئ څه چې بې کيفيته درمل دي هغه د افغانستان په مارکېټونو کې دي. که وغواړئ چې خوراکي توکي واخلئ هغه غوړي چې په بازار کې پلورل کېږي ډېره برخه يې بې کيفيته دي او دغه بې کيفيته خوراکي توکي د ټولو روغتيا ته زيان رسوي. خو هغه ادارې چې موږ يې د دغو توکو د کنټرول لپاره لرو سره له دې چې له تخنيکي پلوه ډېر کارونه شوي، خو د خلکو په عملي ژوند کې متاسفانه هېڅ بدلون نه ليدل کېږي''.

دې ته په غبرګون کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي افغان سوداګر د خلکو د تقاضا او اقتصادي وضعيت له مخې افغانستان ته توکي واردوي.

د دغې ادارې مرستيال خان جان الکوزی وايي دوی هڅه کوي هم د شتمنو او هم د بې وزلو خلکو لپاره توکي وارد کړي.

خو دا یې روښانه کړه هغه توکي چې د خلکو روغتیا ته زيان رسوي بايد افغانستان ته وارد نه شي او له سرغړونکو سره يې بايد قانوني چلند وشي.

افغانستان د خوراکي او ودانيزو توکو، درملواو تېلو په ګډون د اړتيا وړ شاوخوا اتيا سلنه توکي د سيمې له هېوادونو واردوي.

د نورم او ستندرد ادارې مشر پوپلزی پوپل افغانستان ته د وارداتي توکو په کنټرول کې ستونزې مني، وايي د کورنيو شرکتونو باور ليکونه له نړیوال اعتبار نه برخمن، نه دي.

ښاغلی پوپل وايي: ''موږ د دې شاهدان يو چې د يو شمېر ادارو له لوري شرکتونو ته تصديق ليکونه ورکول کېږي، خو ارزښت او اعتبار يې د افغانستان تر ګمرکونو پورې وي او له پولو هاخوا ارزښت نه لري. لامل يې دا دی چې اوسنی سيستم له نړیوال سيستم سره سمون نه خوري''.

په وروستيو کلونو کې د يو شمېر ځنځيره يي پلورنځيو او سوداګريزو مرکزونو په جوړېدو اوس خلک کولای شي ښه کيفيت لرونکو توکو ته لاسرسی ولري، خو د دغو توکو پېرونکي شتمن خلک دي او عام خلک په دغو پلورنځيو کې د توکو اخیستو وس نه لري.

ورته مطالب