ولسمشر عدليې او کلتور وزارتونو ته نوي نوماندان معرفي کړل

Image caption د افغانستان ولسي جرګه وایي د هغو اوو نوماند وزیرانو له ډلې چې دوه ګونی تابعیت لري درې تنه یې له خپل دویم تابیعت څخه نه تیریږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عدليې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو لپاره نوي نوماند وزیران معرفي کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره عبدالباري جهاني او د عدليې وزارت لپاره نجيب فهيم نن د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش ولسي جرګې ته معرفي کړل.

تر دې وړاندې ولسمشر غني احمد سير مهجور د عدليې وزارت لپاره او آی سلطان خيري د اطلاعاتو او کلتور وزارت لپاره نومولي وو، خو دغو نوماند وزیرانو دوه ګونی تابعيت درلود.

د افغانستان د بهرنيو چارو نوماند وزیر صلاح الدين رباني او کورنيو چارو وزارت ته نوماند نورالحق علومي نن ولسي جرګې ته ورغلي او وکيلانو ته خپلې تګلارې وړاندې کوي.

ولسي جرګه وایي دغه نوماند وزیران له دویم تابیعت څخه تېر شوي او اسناد یې جرګې ته رسیدلي دي.

د افغانستان ولسي جرګه وایي د هغو اوو نوماند وزیرانو له ډلې چې دوه ګونی تابعیت لري درې تنه یې له خپل دویم تابیعت څخه نه تیریږي.

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي احمد سیر مهجور د عدليې، آی سلطان خیري د اطلاعاتو او کلتور او شاه زمان میوندي د ښار جوړونې وزارتونو ته نوماند وزیران نه غواړي له خپل دویم تابیعت څخه تیر شي .

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وایي اټکل کیږي د یادو کسانو پر ځای به ولسي جرګې ته نور نوماندان وروپیژندل شي.

ښاغلی عرفان زیاتوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند سادات منصور نادري او له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت نوماند فیض الله کاکړ لا هم له خپل دویم تابیعته د تیریدو اسنادونه نه دي بشپړ کړي.

ورته مطالب