افغان طالبانو د سولې خبرو کې د چين منځکړتوب رد کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبانو پخوا څو ځلې ویلي تر هغې د سولې خبرو ته نه کیني چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي

طالبانو له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې د چین منځکړتوب رد کړی، خو دا یې منلې چې چین ته یې یوه پلاوي سفر کړی دی.

د طالبانو له خوا رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې ویل شوي، دوی د چین په ګډون د افغانستان له ځینو نورو ګاونډیانو سره هم اړیکي لري.

پر همدې مهال افغان حکومت او د سولې عالي شورا هم چین ته د یوه داسې هیواد په سترګه ګوري چې کولای شي د سولې په بهير مهم رول ولوبوي.

حفيظ الله معروف په خپل راپور کې وايي، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان نوی حکومت په دغه هیواد کې د چین رول ته نه یوازې له اقتصادي پلوه په مهمه سترګه ګوري، بلکې د سولې په پیچلي بهیر کې هم د چین ونډه مهمه بولي.

که څه هم چین تر اوسه د افغانستان په سیاسي بهیر کې له ښکیلتیا لرې پاتې شوی خو دغه هیواد ته د ښاغلي غني له رسمي سفر وروسته داسې هیلې راټوکیدلې وې چې دغه هیواد به د افغانستان د سولې بهير کې د ښکیلو غاړو منځګړتوب وکړي.

طالبانو په خپله یوه اعلامیه کې د سولې په پروسه کې د چین منځګړتوب رد کړی دی، خو په اعلامیه ویل شوي چې طالبانو د چین په ګډون له نورو کاونډیو هیوادونو سره له پخوا نه اړیکي درلودل.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې دوی له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره اړيکي لري او د دوی د منځګړتوب په اړه په خپل پخواني دریځ ولاړ دي.

طالبانو پخوا څو ځلې ویلي تر هغې د سولې خبرو ته نه کیني چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

ځیني کارپوهان په دې باور دي چې چین په افغان سوله کې مهم رول لوبولی شي، خو له طالبانو په ځینو برخو کې ضمانت غواړي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سیعدي وايي چین له طالبانو د دې ضمانت غوښتی، هغو کسانو ته په افغانستان کې ځای ور نه کړي چې د چین په ایغور سیمه کې توندلارۍ ته لمن وهي.

ښاغلی سعیدي وايي، امریکا هم په افغان سوله کې د چین له منځګړتوب سره ډیره راضي نه ده.

داسې باور شته، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې چین اغېزناک رول لوبولی شي، ځکه دا هېواد په افغانستان کې په پوځي ډول ښکېل نه دی او په پاکستان هم نفوذ لري.

ورته مطالب