ولسي جرګې د ۱۳۹۴ کال بودیجه تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۴ کال شاوخوا ۷ میلیارده ډالره بودیجه په اکثریت رایو تصویب کړه.

د جرګې یوازې ۲۰ غړو د بودیجې د نه تصویب لپاره رایې ورکړې.‌

د جرګې مشر عبدالرؤوف ابراهیمي د ۱۳۹۴ کال بودیجه ۴۳۶ میلیارد افغانۍ (چې ۷،۶ میلیارد ډالر)‌کېږي اعلان کړه چې ۲۸۳ میلیارد افغانۍ (چې ۴،۹ میلیارد ډالر کېږي) عادي بودیجه او ۱۵۵ میلیارد افغانۍ (۲،۷ میلیارد ډالر) پراختیايي بودیجه وبلله.‌

ولسي جرګې د ملي یووالي د اجراییوي ریاست لپاره ځانګړې شوې شاوخوا ۲،۸ میلیون ډالر بودیجه چې مخکې د ولسي جرګې له خوا رد شوې وه،‌تصویب کړه.‌

د سږ کال بودیجه کې د تورم کچه ۴،۳ سلنه او د کورنیو ناسوچه تولیدتو کچه هم ۴ او د وارداتو کچه ۸،۱۲ اعلان شوې وه.

د ۱۳۹۴ کال لپاره ځانګړې شوې بودیجه په تېره غبرګولي میاشت کې ولایتونو ته د نه انډول پام کې نیولو له کبله رد شوې وه.‌

ورته مطالب