ښځینه وزیرانې په برخو کې بې برخې

د انځور حقوق .
Image caption په رښتیا حکومت کې د ښځو ونډه د دوی سیاسي وړتیا او کاري ظرفیت دی او که د جندر مراعت او یا نړیوال فشار او که زړه سوي؟

هسې په کابینه کې د برخو وېشل خو وشو خو لا هم قناعت پرې نه دی شوی.

ځینې خوشاله او ځینې بوس بوس ګرځي او تر ټوله ښه یې دا چې ښځې په دې برخو خوشاله نه دي.

ګډې وډې پوښتنې د غوږو پردې راترنګوي. یوه دا چې، عجیبه ده چې کابینه اعلان شوه خو د ښځو لپاره د مدني ټولنو او د ښځو د حقونو مدافعینو هېڅ غږ پورته نه کړ.

ما ته دا پوښتنه عجیبه ښکاره شوه. په حیرانۍ مې له خولې ووت، ښاغلیه، خیر خو به وي؟ په تمسخر یې وویل، نه له ځان او نه د بل له حقونو دفاع کولای شئ....

بیا مې وویل ولې خیر خو دی؟ تندی یې ګونځې کړ، له لږ مکس وروسته یې وویل، ښځه د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او په ۲۵ وزارتونو کې یوازې درې وزارتونه د ښځو برخه شو!؟ ما ویل خیر ځه نور که څه نه وي جنډر مراعت شو.

په وزارتونو کې د برخې مسله خو هسې هم جالبه ده ځکه یوازې کابینه نه ده برخې شوې بلکې ټول نظام برخې شو او اوس به هر څوک په کې خپله برخه او د برخې ګټه پورته کوي. خبر د ښځو په برخه کې وه.

له دې خبرې سره ما ته دا پوښتنه راپیدا شوه چې ایا په رښتیا حکومت کې د ښځو ونډه د دوی سیاسي وړتیا او کاري ظرفیت دی او که د جندر مراعت او یا نړیوال فشار او که زړه سوي؟

هسې موضوع ډېره د ټوکو هم نه ده، یو څه غور غواړي چې ښځې کابینې ته په کاري وړتیا راغلې او که د جندر مراعتول دي.

که څه هم د نړۍ او زموږ په تاریخ کې داسې بیلګې شته چې ښځې په کې د هېوادونو مشرانې دي، جګړې یې کړې، سفارتونو مشري یې کړې، تړونونه یې لاسلیک کړي خو دا ټول د هغوی انفرادي وړتیاوې ښیي او که په کوم دور کې مشره هم پاتې شوې وي نو هغه هم د ضرورت له مخې وي چې همدا ستونزه زموږ په ننني حکومت کې ده او په پخوانیو کې هم وه.

زموږ د هېواد په تاریخ کې که څه هم د ښځو ذکر شوی خو دا ذکر یوازې د یوې فردي وړتیا په اساس شوی نه په سیاست کې د دوی رغنده رول په هکله چی یوه بېلګه یې د ګوهر شاد بیګم، زرغونې او نازو انا ده چې خپلو زامنو ته یې صلاح ورکوله او یا یې زامنو ترې صلاح غوښتله.

دا هم غینمت دی چی افغاني تاریخ د ښځو له یادونې خالي نه دی او که میوندۍ ملاله یادوو نو هغه د مقاومت د میدان اتله وه چې په خپلې مقاومتي وړتیا یې د جنګ میدان وګاټه.

نو په رسمي توګه دا میرمنې سیاست مدارې نه وې او نه یې په رسمي توګه په دربار کې کوم رول لاره.

له خپلواکۍ وروسته هم ښځو په سیاست کې ونډه نه درلوده او که د کومې ښځې یاودنه شوې نو هغه به د ملکې او یا د شاهي کورنۍ د غړې په توګه وي نه په سیاسي لحاظ چې دوی دې مستقیما په سیاست کې داخلې وي او د هېواد په سیاسي بهیر کې یې عمده رول لوبولی وي.

له ازادۍ څه موده پس په اول ځل په سیاسي بهیر کې په څلوېښتمه لسیزه کې د وزارت یوه څوکۍ د ښځو هم برخه شوه او دا لړۍ همداسې د یوه یا دوو وزارتونو پورې د ډاکټر نجیب تر حکومته دوام وکړ.

د مجاهدینو او طلبانو له نسکورېدو سره ښځو یو ځل بیا د کور له چاردېوالیو سرونه را هسک کړل او د حالاتو له سمون سره یې د کورونو دورازې پرانیستې ، سم یې د کار میدان ته مټې راونغاړلې.

بیخي ښه یې دا وه چې په لومړي پړاو ټاکنو کې یې د ولسمشرۍ د څوکۍ د نیولو خیال هم وکړ او چې د جمهوري ریاست ښه یې په برخه نه شوه نو په یوه سمبولیک وزارت یې د قناعت سر وښوراوه او کرار کرار یو وزارت دوه شو او ور سره دوی د ځینې نورو مقامونو خاوندانې هم وشوې.

د ولایت او نورو مهمو ریاستونو لکه د بشر د حقونو په ریاست یې شاهي ډډه ولګوله چې د مشرۍ دا تخت لا پرځېدلی نه دی خو اوس د نوې کابینې درې اغلې چې رامخ ته شوې، یوې ته هم ولسي جرګې د خیال په سترګه ونه کتل او د ښځو ځای بیخي خالي ښکاري.

خو هغه څه چې ډېر ځورونکي و، دا و چې له دریو یو هم د کاري وړتیا په اساس نه وه راغلې، بیا هم سیاسي جوړجاړی او یوازې د جندر مراعت و او بیخي بده یې دا ده چې په لست کې نورې وزیرانې هم نشته چې د دوی ځای ونیسي.

داسې ښکاري چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته به هم نارینه وزیر ونومول شي.

زموږ په پرتله د ګاونډيو هېوادنو او د نړۍ ستر ځواکمن حکومتونه هم ټوله کابینه ښځو ته نه ورسپاري بلکې هغوی ته یو یا دوه وزارتونه ورکوي خو د هغوی توپیر دا دی چې هغوی د ښځو په کاري وړتیا باور لري.

د هغو کاري ظرفیت لوړ دی او مهم وزارتونه لکه د بهرینو چارو وزارت او ان د دفاع وزارت ښځې وزیرې ته سپاري.

خو زموږ اساسي ستونزه دا نه ده چې کاري وړتیا او ظرفیت په نظر کې نه نیسو بلکې ښځو ته د ډېرو وزارتونو د برخو غږ د هغوی د حق د خوندي کولو لپاره دی نه د ظرفیت ښودلو لپاره.

تر ټوله ښه به دا وي چې د ډیرو وزارتونو په برخه کې او په کاري برخه کې د ښځو په وړتیا باور وشي او دا ډاډ ولرو چې دوی کار کولای شي او د کار پر مخ وړلو وړتیا لري.

ورته مطالب