د یو شمېر ولایتي شوراګانو دروازې تړلې شوې

Image caption ولسي جرګې د ولایتی شوراګانو هغه قانون تصویب کړ چې پکې ولایتي شوراګانو ته پر دولتي څانګو د څارنې واک نه دی ورکړل شوی

د ولایتی شوراګانو د صلاحیتونو په اړه د ولسی جرګی پرونۍ پرېکړی ته په غبرګون کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو دروازی تړلې شوې.

ولسي جرګې پرون د ولایتی شوراګانو هغه قانون تصویب کړ چې پکې ولایتي شوراګانو ته پر دولتي څانګو د څارنې واک نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان په لوېدیځ، ختیځ، شمال او مرکز کې د یو شمېر ولایتونو د ولایتی شوراګانو غړي وایي که دوی د حکومت پر چارو د څار یا نظارت واک ونه لري د دوی شتون ته به هم اړتیا نه وي.

محمد قاضی زاده خپل رپوټ کې کاږي، د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کی هممهاله د ولایتی شوراګانو دروازی وتړلې شوې.

د دوی اصلی اعتراض پر دې دی چې ولې ولسي جرګې له دوی څخه پر دولتی ادارو د څار واک اخیستی.

د ولسي جرګې د نوی پرېکړی پر بنسټ دا شوراګانی یوازې د سلا مشورو د ورکولو واک لري. د فراه د ولایتی شورا مرستیال خیر محمد نورزی:

' که ولسمشر غواړی چی په ولایتونو کی د فساد مخنیوی وشي باید د نظارت حق له ولایتي شوراګانو څخه وانه خیستل شي. مشوره خو هرڅوک، هر وګړی هم والی صاحب ته ورکولای شي'

دا یوازې فراه نه دی چې د ولایتي شورا دروازه پکې تړلې شوې.

د هېواد په لوېدیځ کې د غور، بادغیس او هرات په ختیځ کی د کونړ نورستان او ننګرهار په مرکزي ولایت بامیان په شمال کی د بلخ، سر پل، کندوز، بدخشان، تخار او بغلان په ولایتونو کې هم د ولایتی شوراګانو دروازی تړلې شوې دي.

د هرات د ولایتی شورا مشر کامران علیزی وایي که دوی د څار واک ونه لري نو شتون ته به یی هم اړتیا نه وي:

'دا د خلکو پرېکړه ده. که ولایتی شورا د څارنی حق ونه لري، واک به نه لري، که واک ونه لري خدمت به نه شي کولای. کله چی خدمت نه شي کولای نو څه غواړي چې شورا ته ځي؟

دا په خلکو پورې اړه لري چې بې واکه (بې اختیاره) استازی غواړي که نه؟'

د شمالي ولایت بلخ د ولایتی شورا غړی هاشم عظیمی هم وایی د ولسي جرګه دا پرېکړه د ولسواکي د کمزوري کولو په لور یو ګام دی:

' تاسو پوهیږئ چی د ولسواکۍ موخه دا ده چې په ټولنه کې وګړو ته د واک ویشل دي، کله چی په سیمو کې د ولایتي شوراګانو څخه د نظارت واک اخیستل کېږي او ملي شورا ته ورکول کېږي دا په دې معانا ده چې قدرت په یوه ځای کې متمرکز کېږي '

اوس د ولایتي شوراګانو دروازې په دغو ولایتونو کې د یوې اونۍ لپاره تړل شوې، خو دوی خبرداری ورکوي، چې که غوښتنې یی و نه منل شي بیا به د راتلونکي ګام په اړه پرېکړه کوي.

اوس د ملي شورا غړي د ۴۵ ورځو لپاره د ژمنیو په رخصتیو خپلو سیمو ته تللي او معلومه نه ده چې د ولایتی شوراګانو برخلیک به څنګه وي.