لغمان کې بریدونو د ۱۶ افغانانو ژوند اخیستی

د انځور حقوق

افغان چارواکي وايي، په ختیځ‌ لغمان ولایت کې یولړ بریدونو لږترلږه د شپاړسو افغانانو ژوند اخیستی دی.

ددغو بریدونو پړه د حکومت پر وسله والو مخالفانو اچول شوې ده.

د لغمان د والي ویاند ویلي، څلور پولیس د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي.‌

د یوه سیمه ییز پولیس د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی،‌ چې دوولس کسان پکې وژل شوي.

په وژل شویو کې څلور پولیس او نور ولسي وګړي دي.

جنازه د هغه پولیس وه، چې د حکومت مخالفانو په برید کې وژل شوی و.

د افغانستان چارواکي وايي، د لغمان په بریدونو کې نژدې ۴۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه ددغو بریدونو پړه چا نه ده منلې، خو په دې ولایت کې مخکیني بریدونه د وسله والو طالبانو له لوري شوي وو.‌

ورته مطالب